1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په آلمان کي کډوال د شرکتونو د جوړونکو په توګه

د یوه تازه خپور سوي رپوټ له مخې په آلمان کي کډوال او آلمانیان په یوې اندازه د شرکتونو په جوړولو لاس پورې کوي. خو په حقیقت کي ډیر کډوال دا کار د مجبوریت له مخې کوي.

سارا محمدي او مهدي فرزاد

سارا محمدي او مهدي فرزاد

د بن د ښار د یوې چاپخانې په هره برخه کي پاڼی چاپیږي، کاپي کیږي او د ماشینونو ږغونه په کي تر غږونو رسیږي. د دغې دیجیتل چاپخانې کابو ټول ماشیونه فعالیت کوي. دغه کوچنۍ شخصي چاپخانه چي «دروک ویله» نومیږي څه ناڅه یو کال مخکې د سارا محمدي او مهدي فرزاد له خوا د بون د ښار د «بویل» په سیمه کي جوړه سوه.

د دغه بریالی شرکت د جوړیدو مفکوره په ترکیه کي رامنځ ته سوې وه. ایرانۍ سارا او د بون ښار اوسیدونکي فرزاد چي په خپله هم ایرانی دی د ترکیې د استانبول په ښار کي د رخصتیو تیرولو پر مهال یو بل سره وپیژندل او وروسته یې واده سره وکړ. دوی دواړه نن ورځ په ګډه په خپلې جوړې سوې چاپخانې کي کار کوي. مهدي فرزاد په سارا ویاړي او وایي: «سارا په ایران کي د رسنیو یوه بریالۍ پلانونکې وه او په یوه لوی شرکت کي یې د یوې څانګی لارښوونه کوله.» د ده په خبره په ایران کي دا کار ډیرې لږې ښځې تر سره کولای سي.

د چاپخانې بریالیتوبونه

سارا او مهدي څه نا څه یو کال مخکې د ۲۰۱۲ کال په دسمبر میاشت کي دغه شرکت د بون د «بویل» په یوه ارامه ناحیه کي پرانیست. دوی په خپله دیجیتل چاپخانه کي هر ډول چاپ کولای سي. د دوی وړوکې چاپخانه ویزیت کارتونه، جنترۍ، رسالې او یا پوست کارتونه جوړوي. دوی د څو میاشتو په جریان کي دایمي مشتریان پیدا کړل. د سارا او مهدي په دایمې مشتریانو کي کوچني ساختماني او مهندسی شرکتونه، د ډاکټرانو کتنځایونه او لوی شرکتونه لکه DHL او تلیکام شامل دي‎.

د بون نورې ټولنې او سازمانونه دوی ته پر «بلوزونو» د لیکنو او انځورونو د چاپولو فرمایشونه ورکوي. سارا محمدي وایي چي دا یو ښه کال وو. هغه زیاتوي: «موږ د دې دمخه هر څه دقیق پلان کړي ول. موږ تر هغه ډیر کار وکړ او عاید مو په لاس راوړ چی موږ یې فکر کاوه.»

د آلمان په نورنبرګ کي د کار د بازار او مسلکی څیړنو انستیتوت (IAB) او هانوور پوهنتون دیوه تازه رپوټ پر اساس په آلمان کي کډوال په هغه اندازه شرکتونه جوړوي لکه پخپله المانیان چي په دې کار لاس پورې کوي. په دې هیواد کي څه نا څه هر شلم کس د یوه شرکت د جوړولو جرأت کوي. د آلمان د شمال او لویدیز هيوادونو څخه راغلي کډوال آن تر آلمانیانو هم ډیر شکتونه جوړوي.

د خپل شرکت یا دوکان جوړول، د یوه چانس په توګه

مهدي فرزاد وایي چي د خپل شرکت جوړول یوازنی امکان دی چي سړی خپل کاروبار ته نوره هم وده ورکړي. سارا په خندا سره دوه کاله دمخه په بون کي د خپلو لمړنیو ستونزو په اړه غږیږي او وایي: «په لومړي سر کي ما هیڅ آلماني خبرې نه سوای کولای. په ډیر لږ څه پوهیدم. ما له صفر څخه پیل وکړ. داسی لکه د یوه کوچني ماشوم په څیر.» خو اوس سارا کولای سي چي مشتریانو ته په آلماني ژبه مشورې ورکړي.

مهدي فرزاد زیاتوي چي د ژبې د زده کړې د ستونځو پرته د یوه کډوال له پاره چي لږ موده مخکې راغلی وي دا سخته ده چي په آلمان کي د خپل مسلک مطابق یو کار پیدا کړي. هغه روښانوي: «زه کولای سم ووایم، چی د رسنیو په برخه کي اصلأ ناممکنه ده چي سړی کار پیدا کړي. د رسنیو څانګه ډیره پراخه ده. سړی باید ښې اړیکې او دوستان ولري.»

مهدی فرزاد هم ډیر کلونه د اعلاناتو د تخنیک په برخه کي کار کړی دی. کله چي هغه خپل کار له لاسه ورکړ او نوی کار یې هم پیدا نه کړ نو دا ورته ثابته سوه چي د خپل شرکت جوړول ورته یو داسې ښه چانس دی چي کولای سي خپل مسلک ته په کي ادامه ورکړي او بریالیتوب ولري.

DW.COM