1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

په آلمان کي په زرونو بهرنيان ديپورت له ګواښ سره مخامخ دي

په آلمان کي تر۲۸۰ زره زيات بهرنيان د پوليسو د تلاښ په کمپيوتري ليست کي شامل دي. دغه خارجيان د نيول کېدو او اکثره يې د ديپورت له ګواښ سره مخامخ دي.

د HR-Info په نوم آلمانۍ راډيو يو راپور خپور کړی دی چي له مخي يې په آلمان کي د سپتمبر مياشتي په لومړۍ نېټه د پوليسو په کمپيوتر کي ۲۸۰ زره خارجيان مطلوب ول. د دغه راپور له مخي ياد شمېر بهرنيان اکثره د دې له پاره مطلوب دي چي پوليس يې ونيسي او هغوی له آلمان څخه اخراج يا ديپورت کړي. يادي راډيو د خپل دغه راپور منبع د آلمان د ځانګړي فدرالي جنايي ادارې معلومات بللي دي.

د دغه راپور له مخي سږ کال په داسي حال کي ۲۸۰ زره بهرنيان پوليسو ته مطلوب دي چي په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵م کالونو کي د داسي بهرنيانو شمېر ۱۲۰ زره وو چي د آلمان د ويزې د قانون څخه د سرغړونې له کبله مطلوب ول. په دې توګه سره نو د تيرو کلونو په پرتله سږ کال و پوليسو ته د مطلوبو بهرنيانو په شمېر کي ۱۴۰سلنه زياتوالی راغلی دی. يادي راډيو دغه راپور د جمعې په ورځ (۲۰۱۶ کال د اکتوبر ۷مه نېټه) خپور کړی دی.

ځيني تر مخه لا اخراج سوي

د آلمان د قانون له مخي هغه بهرنيان د پوليسو له خوا د مطلوبو کسانو په ليست کي داخليږي چي بايد له آلمان څخه ووزي خو پوليس هغوی نه سي موندلای.  خو د اړوند آلماني جنايي ادارې وياندي، يادي راډيو ته ويلي دي چي د ۲۸۰ زرو مطلوبو کسانو څخه يو شمېر نيول سوي او له آلمان څخه ديپورت يا اخراج کړل سوي دي. خو دا چي کوم شمېر بهرنيان له آلمان څخه اخراج سوي دي، په هکله يې وياندي معلومات نه دي ورکړي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي دي چي ټول ۲۸۰ زره مطلوب بهرنيان د ديپورت کولو په مقصد نه دي مطلوب. د هغه په وينا د پوليسو په سيستم کي د هغوی درجېدل د بهرنيانو له پاره د آلمان د ځانګړي قانون سره تړاؤ لري چي د يو شمېر لاملونو څخه يو هم د ديپورت له پاره ده. دغه وياند ويلي چي له همدې کبله دغه ۲۸۰ زره کسان ټول په آلمان کي نه دي موجود. وياند زياته کړې چي ګڼ شمېر د ديپورت په انتظار بهرنيان د دولدونګ په نوم سند لري.

د HR-Info راډيو سره په خبرو کي يو شمېر کارپوهانو اټکل کړی چي له ۲۸۰ زرو مطلوبو بهرنيانو څخه اکثريت هغه مهاجر دي چي ځانونه يې د ديپورت څخه د بچولو له پاره پټ کړي دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت او په همدې توګه جنايي فدرالي ادارې دغې راډيو ته داسي معلومات نه دي وړاندي کړي چي په آلمان کي په مجموعي توګه کوم شمېر بهرنيان په غېرقانوني توګه پاته دي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (14.04.2016):

DW.COM