1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د آلمان پارلماني ټاکني

په آلمان کي ټاکنې څنګه تر سره کيږي؟

آلمانان هر څلور کاله نوی پارلمان ټاکي چي راتلونکي ټاکني د سپتامبر په ۲۴مه نېټه دي. خو آلمانان څنګه او د کومو اصولو له مخي خپل استازي ټاکي؟ دلته يې ولولئ:

د آلمان د اساسي قانون د ۲۸ مادې په لومړۍ فقره کي د ټاکنو په تړاو راغلي چي د پارلمان وکيلان د «عامو، آزادو، مساوي او مخفي ټاکنو» له لاري ټاکل کيږي. معنی دا چي ټول هغه آلماني تابعيت لرونکي چي عمرونه يې ۱۸ کاله يا زيات وي کولای سي چي په ټاکنو کي خپله رايه وکاروي، او دا هم بېله دې چي توپير وسي چي تعليمي شاليد، اقتصادي وضعه يا سياسي دريځ يې څه شی دی.

په آلمان کي د رای اچونې حق لرونکي د رايي پر يوه پاڼه دوې رايي ورکوي. لومړۍ رايه د مستقيم کانديد له پاره او دويمه رايه د ګوند له پاره. په ټاکنو کي رايه اچونه مخفي وي، يعني يوازي هغه کس چي رای اچوي په خبر وي چي چاته او کوم ګوند ته يې رايه ورکړه. د آلمان ټاکنيز نظام د بېلګي په توګه د بريتانيا او امريکا متحدو ايالاتو له ټاکنيز نظام څخه زيات توپيرونه لري.

آلمان، يوه نيابتي ديموکراسي

آلمان مستقيمه نه، بلکي يوه نيابتي ديموکراسي لرونکی هيواد دی. په دغه نظام کي د پارلمان غړي مرکزي رول لوبوي او د ولس د نظر او ارادي استازي وي. په سويس کي د بېلګي په توګه مستقيمه ديموکراسي ده او له همدې کبله زياتي مهمي پرېکړي د ولسپوښتنو له لاري کيږي. خو په آلمان کي ټولي سياسي فيصلې د ولس د استازو له خوا کيږي چي دا د پارلمان د هر غړي له پاره د يو لوی مسؤليت معنی لري.

د آلمان د اساسي قانون له مخي د پارلمان وکيلان «د ټول ولس استازي دي او هغوی د خپل ضمير علاوه د بل هيڅ چا تر اوامرو او هداياتو لاندي نه دي.» خو د آلمان اساسي قانون و رای اچونکو ته د کنترول حق هم ورکوي. که کوم رايه اچونکی فکر کوي چي د ټاکنو پر وخت کوم شی سم نه ؤ نو کولای سي چي د دغې ټاکنې پر ضد عريضه وکړي.

مرکزي پارلمان بُنډسټاګ

له۲۰۰۲م کال راهيسي د آلمان مرکزي پارلمان (بُنډسټاګ) لږ تر لږه ۵۹۸ وکيلان لري. له دغو څخه ۲۹۹ وکيلان هغه څوک دي چي په خپلو سيمو کي يې په مستقيمه توګه تر سيال کانديدانو زياتي رايي ګټلي وي. پاته نيمه برخه د پارلمان چوکۍ هم د رای اچوونکو د رايو په مرسته ويشل کيږي، خو په غيرمستقيمه توګه. دغه پاته ۲۹۹ چوکۍ د هغوی رايو پر اساس ويشل کيږي چي رای اچوونکو و ګوند ته ورکړي وي. ګوندونه د ايالتونو له پاره د خپلو هغو احتمالي استازو ليسټونه جوړوي چي د رای اچونکو له خوا د ګوند له پاره د رايو په مرسته بيا وکيلان کيږي. د آلمان په ټولو ۱۶ ايالتونو کي د ګوندونو ايالتي څانګې د سياستوالو له پاره ياد مقامونه ټاکي.

د ايالتونو له پاره د ګوندونو د سياستوالو ليسټونه د هر ايالت د لويوالی په تناسب جوړيږي. له ټول آلمان څخه د ګوند يو مرکزي کانديد هم وي چي هغه د ګوند د دغو سياستوالو په ليسټ کي لومړی مقام لري. د بېلګي په توګه سږکال يو ځل بيا انګيلا مېرکل د خپل ګوند مرکزي کانديده ده. د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند مرکزي کانديد مارټين شُلڅ دی. يوه مهمه خبره د پام وړ ده چي کله چي پارلمان وټاکل سي نو بيا وکيلان د صدراعظمۍ چوکۍ له پاره يو کس ټاکي. معنی دا چي د آلمان ولس په مستقيمه توګه صدراعظم يا صدراعظمه نه ټاکي، بلکي د ولس له خوا ټاکل سوي د پارلمان غړي دغه کار کوي.

لومړۍ او دويمه رايه

له هغو دوو رايو څخه چي هر رايه اچونکی يې د ټاکنو په ورځ اچوي، ورڅخه دويمه رايه يې زيات اهميت لري ولي چي دغه دويمه رايه چي ګوند ته ورکول کيږي، په پارلمان کي د ګوندونو تر منځ د چوکيو د ويش له پاره مهمه ده. د بېلګي په توګه که له ټول آلمان څخه يو ګوند ته ۳۵ سلنه دويمي رايي تر لاسه کړي، نو دغه ګوند په پارلمان کي هم ۳۵ سلنه چوکۍ په لاس راوړي. په بله اصطلاح رای اچوونکي د دويمي رايي په مرسته په مرکزي پارلمان بُنډسټاګ کي د اکثريتونو فيصله کوي.

له هغه وروسته چي معلومه سي چي کوم ګوند په ټاکنو کي د دويمو رايو له لاري کوم شمېر چوکۍ ګټلي دي نو بيا دغه چوکۍ د ايالتونو د دغه ګوند د څانګو پر ليسټونو ويشل کيږي. د يادولو وړ ده چي د رای ورکولو پر وخت رای ورکوونکي دا هم کولای سي چي يا صرف لومړۍ يا صرف دويمه رای وکاروي.

موضوع هغه وخت مغلقه کيږي کله چي يو ګوند په يوه ايالت کي د لومړيو رايو په مرسته تر هغه زياتي چوکۍ وګټي چي د دويمي رايي په مرسته يې په همدغه ايالت کي ګټلي وي. دغسي زیات وختونه کيږي. کله چي دا وسي بيا نو په پارلمان کي د چوکيو شمېر زياتيږي، ځکه چي هغه چوکۍ چي په مستقيمو رايو ګټل سوي وي، هغوی نه سي کميدلای. له همدې کبله بيا په اړونده تناسب نورو ګوندونو ته هم اضافي چوکۍ ورکول کيږي.

د آلمان حکومت په ۲۰۱۲ کال د ويش پر ياد طرز تفاهم سره وکړ. د دغه حل يو منفي اړخ دا دی، چي د المان پارلمان ډير زيات لوی کيدلای سي.

يو شمېر اټکلي محاسبو ښودلې چي په راتلونکو ټاکنو کي ښايي د لوړ حل له کبله په مرکزي پارلمان بُنډسټاګ کي د وکيلانو شمېر تر ۷۰۰ لا واوړي. له همدې کبله اوس پر دې غور کيږي چي يوه حد اکثر پوله وټاکله سي چي په ياد مورد کي تر هغه څخه زياتي چوکۍ يو ګوند ته نه ورکول سي.

د ۵ سلنې شرط

د آلمان د ټاکنو په نظام کي يوه بله ځانګړتيا د ۵ سلنې شرط دی. معنی دا چي صرف هغه ګوند پارلمان ته خپل استازي لېږلای سي چي حد اقل ۵ سلنه رايي يې په لاس راوړي وي. په اسرائيلو کي د بېلګي په توګه حد اقل ۳،۲۵ سلنه او په ترکيه کي حداقل د ۱۰ سلنه رايو تر لاسه کوونکي ګوندونه پارلمان ته خپل استازي لېږلای سي.

د ۵ سلنې دغه شرط د آلمان په تاريخ کي ريښه لري. په ۱۹۲۰م لسيزه کي د ګوندونو تر منځ مخالفتونه د دې لامل سول چي د يو اکثريتي او قوي حکومت د منځ ته راتلو په لاره کي خنډونه رامنځ ته سي. خو تنقيد کوونکي دا استدلال کوي چي د دغه شرط له کبله زياتي رايي بې اثره کيږي. په ۲۰۱۳م کال کي د دغو رايو شمېر تقريبا ۷ ميليونه وو. يعني دغه رايي هغو ګوندونو ته ورکړل سوي وې، چي د ۵ سلنې د شرط نه پوره کولو له کبله پارلمان ته نه سول داخل.

د ۵ سلنې شرط له څو کلونو راهيسي د مباحثو موضوع ده. خو د ۲۰۱۷م کال د سپتامبر مياشتي په ۲۴مه نېټه په ترسره کيدونکو ټاکنو کي به دغه شرط پر ځای پاته او نافذ وي.