1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

په آسيا کي د نساجي فابريکو د کارګرو ښځو مبارزه

د آسیا په نساجي فابریکو کې د کار د خرابو شرایطو په اړه د کار کوونکو غوسه مخ پر زیاتیدو ده. یوه هندۍ ښځه چې په خپله د دغه شان ستونزمن کار قرباني وه، آلمان ته د خپل سفر پر مهال په خپلو ویناوو کې «عصري زماني استثمار بولي».

ماهیس واري موروگان، ۱۵ کلنه ول چې ښوونځی یې پریښود. هغه وایي «چې غوښتل یې نوري زده کړي هم وکړي او د فراغت سند تر لاسه کړي.» خو د هغې کورنۍ چې د هندوستان له کښته قشر سره یې تړاو لاره پیسو ته اړتیا لرله نو هغه مجبوره وه چي له خپلي کورنۍ سره مرسته وکړي

موروگان درې کاله د هندوستان په سویل کې د «تامل نډوز» په فابریکو کې کار کاوه او له پنبې څخه به یې تار جوړاوه او له دغه تار څخه د اروپا او امریکا له پاره ارزان بیه تیار کالي جوړیدل. دغي ۳۳ کلني له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «دا یو ډیر ستونزمن وخت وو.» هغه په یاد راوړي چې د ورځې تر ۱۲ ساعتونو زیات کار، د څارونکو له خوا په پرلپسې ډول کنترول او د کار د نه پوره کیدو په صورت کي سپکاوی او گواښونه او داهم په ټوله میاشت کې د ۳۰۰۰ هندۍ روپيو له پاره چې د ورځې يوه نيمه یورو هم نه کیږي.

اوس دغه ښځه يعني ۱۸ کاله وروسته د هندوستان په یوه غیر دولتي سازمان کې کار کوي او د نساجۍ په صنعت کې د کار د ښه شرایطو د برابرولو له پاره مبارزه کوي. هغې پریکړه کړې ده چي «وضعیت باید بدلون ومومي.» له دې امله هغې د «پاکو کالو له پاره د مبارزې» په بلنه آلمان ته سفر کړی دی. دغه غیر دولتي سازمان د آسیا په نساجي فابریکو کې د کار د ښه شرایطو له پاره هڅې کوي.

د هندوستان «ناخوښه ناوې»

په کولن ښار کي د بیلابیلو کلتورونو په یوه مرکز کي موروگان د یوه پروجیکټر مخ ته ولاړه ده. د پردې پر مخ چې کوم انځورونه لیدل کیږي، د هغو نجونو دي چې د فابریکو په تنگو خونو کې کار کوي. دا د هندوستان د نساجي صنعت تازه قربانۍ دي، دغه صنعت تر هر څه لومړی له ارزان بیه کاریگرو سره لیوالتیا لري، یا په ساده حساب هر څومره چې لگښتونه کم وي په هماغه اندازه له بډای لوېديځو هیوادونو څخه د کار ډیر فرمایشونه تر لاسه کوي.

هغه نجونو چې په انځورونو کې لیدل کیږي د «سومانگالي» په نوم یادیږي، چې په تامیلي ژبه کې د «خوشحاله ناوې» په معنی ده. دغه نجوني په نساجي فابریکو کې د کار له پاره جذبیږي. دغه نجونې درې کاله د ټوکر جوړولو په یوه فابریکه کې کار کوي تر څو د خپل جهیز له پاره پیسې تر لاسه کړي. په هندوستان کې معمولاً دا گران کار دی چې ښځې د جهیز پرته یو خاوند پیدا کړي، په ځانگړې توگه د هندوستان په لیرې پرتو سیمو کې اوس هم دا رواج دی، چې د ناوې کور د زوم کور ته یو څه اندازه پیسې ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د انیتا چیریا، په وینا «په رسمي ډول پر جیهز باندي بندیز دی.»

چیریا چې د هندوستان د ښځو د حقوقو مدافع ده، هم په دغه سفر کې آلمان ته راغلې ده او په ویناوو کې برخه اخلي. هغه وایي: «موږ زیات قوانین لرو چې نه مراعتیږي.» د هغې په وینا هغه څه چې د «سومانگالي» په نامه تر سره کیږي، په هندوستان کې د استثمار تر ټولو ناوړه ډول دی. ځواني نجونې د فابریکو په داخل کې د بندیانو په توگه ساتل کیږي په بارکونو کې اوسیږي او د شپې له خوا هم کار کوي. هغوی ته د یوې ورځي معاش۶۰ سینته، ورکول کیږي. له هغوی سره هغه ژمنه چي د ۵۰۰ یورو جهیز په برخه کي کيږي د کاري دورې په پای کې ورکول کیږي. خو چیریا زیاتوي «ډیري نجونې دغه فشار نه شي زغملای او په ځان وژنه کوي.» د هغې په وینا شاوخوا ۱۲۰ ځواني ښځي په هندوستان کې د سومانگالي ترور قربانۍ شوي دي.

په کمپوچيا کي د ښځو کارګرو له خوا د خرابو شرايطو پرضد اعتراض

په کمپوچيا کي د ښځو کارګرو له خوا د خرابو شرايطو پرضد اعتراض

دا چې د هندوستان دولت ډېر لږ په دغه مسئله کې مداخله کوي، نو په تامل نډو کې خپلو ښځو په دې اړه اقدام کړی دی. د (READ) په نوم ټولنه د سومانگالي په نوم فابریکو لټون کوي او پولیسو ته یې ښيي. په دې کار سره دوی کولای شي چې یو شمیر ځواني نجوني آزادي کړي. ماهیسواري موروگان وایي «دا لومړی گام دی» چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې د READ ټولنه ورباندي بوخته ده.

په بنگله دیش او کمپوچيا کې مقررات

هغه بیانیې چې د «پاکو کالو له پاره کمپاین» کې تر سره شوي دي، تر هر څه زيات يې د آلمانيانو توجه ځان ته راړولې ده. په بنگله دیش کې د ۲۰۱۳ کال په اپریل میاشت کې د رانا پلازا، د ودانۍ تر ړنگیدو وروسته، رسنیو په کلکه د آسیا د نساجي صنعت تر خپل نظر لاندي ساتلی دی. دغه ودانۍ چې په غیر قانوني توگه جوړه شوې وه د نړیدو په ترڅ کې تر ۱۱۰۰ زیات انسانان ووژل شول او نزدې۲۵۰۰ تنه نور ټپیان شول. د دغه ودانۍ په خرابیو کې چې کوم کالي موندل شوي ول، د یو شمیر آلماني شرکتونو له خوا فرمایشونه ورکړل شوی ول. په نړیواله کچه تر ډیر شورماشور وروسته په می میاشت کي د اور او ودانیو د خونديتوب په اړه یوه تړون رامنځ ته شو چې په هغې کې آلماني شرکتونو لکه C&A او Lidl هم برخه اخیستې وه.

د کارپوهانو له نظره اصلي ستونزه د تیر په شان لږ معاشونه دي. د گیزیلا بورک هاردت په وینا د نړۍ په هیڅ ځای کې به یوه کارگر ته دومره کم معاش نه ورکول کیږي لکه په بنگله دیش کې. له همدې امله په بنگله دیش کې ډیري ښځي احتجاجونه کوي. د روان کال د نومبر میاشتې پر ۱۲مه نیټه د بنگله دیش په پلازمېنه ډهاکه کې شاوخو ۴۰ زره کسانو په یوه ستر احتجاج کې برخه واخیستله. کارگرو د حد اقل معاش چې په میاشت کې اوس ۳۸ ډالره دی، سلو ډالرو ته د لوړیدو غوښتنه کوله. په پام کې ده چې له دسمبر میاشتې څخه د هغوی معاشونه ۶۸ ډالرو ته لوړ شي.

په کمپوچيا کي د نساجي صنعت هم ورته وضعیت لري. په نوومبر میاشت کې د نساجي برخې د کارکوونکو او پولیسو تر منځ په رامنځ ته شوي اخ و ډب کې مرگ ژوبله رامنځ ته شوه. په دغه ځای کې هم د کارگرو د لږ معاشه په اړه نارضایتي راپورته شوې ده.

د کارپوهانو په نظر په آسيايي هيوادونو کي يوه بله ستونزه خپل منځي سیالي ده. د هغوی له نظره تر هغه وخته پوري چې د تولیدونکو هیوادونو تر منځ په دې اړه سیالي وي چې څوک به یې په ارزانه تولیدوي، تر هغو به کارگر له دغه شان وضعيت څخه کړیږي.