1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

پنځه زره افغان کارگر بهر ته استول کیږي

د افغانستان د ټولنیزو چارو، شهدانو او معلولینو وزارت وایي چې له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته ئې د افغان کارگرانو د استولو لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په خبره تر اوسه پوري په دغه لړۍ کې د ۵۰۰۰ کسانو نومونه لیکل شوي دي.

د افغانستان د ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو د وزارت په خبره اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه انسانان بیکاره دي. د دغه وزارت ویاند محمد علي افتخاري، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې په کابل کې وویل چې دغه بهیر د بهرنیو مؤسسو په مرسته پر مخ بیول کیږي: «موږ له افغانستان څخه بهر ته د افغان کارگرانو د استولو پر بهیر کار کوو. تر هغه وخت پورې چې په افغانستان کې د کار کولو زمینه برابریږي موږ غواړو چې دغه کارگرانو ته له افغانستان څخه بهر د کارکولو شرایط برابر کړو. اوس د خلیج له هیوادونو سره خبرې کړي دي او هغوی له موږ څخه مسلکي کارگران غوښتي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې اوس په میلیونه افغانان له افغانستان څخه بهر ژوند کوي او ډیر شمیر هغه افغان کډوال چې په وروستیو کلونو کې افغانستان ته ستانه شوي دي په افغانستان کې د بې کاري له کبله بیرته نورو هیوادونو ته کډه شوي دي.

مسلکي کارگرانو ته اړتیا

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې هغه هیوادونه چې د کار قوې ته اړتیا لري تل د مسلکي کارگرانو غوښتنه کوي. خو د هغوی په خبره په افغانستان کې د دیرش کلنې جگړې له کبله د دغه هیواد کارگران د کار له مسلکي اړخونو سره ډیره اشنایي نه لري.

ښاغلي افتخاري وویل چې اوس هڅې پیل شوي دي چې هغه کسان چې له پوهنتونونو اوس مسلکي لیسو څخه فارغ شوي دي بیلابیلو مؤسسو ته وپیژندل شي: «د بشري قواوو د ریاست له لارې دغه کسان راجستر کېږي او د هغوی له تحصیلې رشتې سره سم هغوی بیلابیلو دولتې او غیرې دولتې سازمانونو ته ورپیژندل کیږي.»

د شهدا او معلولینو د معاشونو ډیرول

له بل پلوه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، امر کړی دئ چې د هغو افغان سرتیرو بشپړ معاشونه د هغوی کورنیو ته ورکړل شي چې له ۱۳۸۱ کال راهیسي د افغانستان په جگړو کې وژل شوي او یا هم معلول شوي دي.

ښاغلي افتختار وویل: «د ولسمشر کرزي د فرمان او د وزیرانو د شورا د مصوبې له مخې د شهدا او معلولینو ټول معاش هغوی ته ورکول کیږي.»

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو د وزارت په حواله له ۱۳۸۱ کال راهیسي ۵۹۴۶ کسان د افغانستان په جگړه کې وژل او یا معلول شوي دي. د رسمې شمیرو له مخې په افغانستان کې ۲۱۲۰۰۰ د شهیدانو کورنۍ شتون لري.

تر دې مخکې د شهدا او معلولینو کورنیو ته د هغوی د وروستې معاش ۳۵ سلنه ورکړل کیده خو اوس د هغوی ټول وروستۍ معاش ور ته ورکول کیږي.

حسین سیرت/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض