1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

پنځه تنه امريکايان د بې ګنا افغانانو په وژلو تورن دي

يوه امريکايي ټلويزونو ته تر تحقيقاتو لاندي داسي ويديوګاني پلاس ورغلي دي ، چي ۲۲ کلن خورد ظابط جيريمي مورلوک ته څنګه دده آمر کالوين ګِبس د يوه بې وسلې افغان د وژلو امر ورکړی ؤ.

د امريکايي عسکرو په وينا بې دفاع افغانان ددغه کال په جنورۍ ، فبرورۍ او می کښي وژل سوي دي

د امريکايي عسکرو په وينا بې دفاع افغانان ددغه کال په جنورۍ ، فبرورۍ او می کښي وژل سوي دي

دا لکه د يوه وحشتناکه جنګي فلم کيسه چي وي :

درې ملکي افغانان د امريکايي عسکرو لخوا په ظالمانه ډول وژل سوي دي ، او ويل کيږي چي د آمر لخوا يې امر ورته سوی ؤ .


ده دوژل سوو افغانانو په غاښو ، ګوتو او د پښو په هډوکو فخر کاوه ،هغه يې د ځان سره ساتلي وه ، او نورو عسکرو يې بيا د جسدو سره عکاسي کوله .

اوس ددوی قضيه دتيري دوشنبې راهيسي د امريکا د واشنګټن د ايالت په يوه نظامي اډه کښي څيړل کيږي ،او غواړي دا معلومه سي چه څنګه د پوځ منسوبينو په دغه ډول يوه اقدام لاس پوري کړی ؤ .

د پوځ دغه تحقيقاتي ويديو ددغه کال په می کښي په کندهار کښي ډکه سوې ده .

د امريکايي عسکرو په وينا بې دفاع افغانان ددغه کال په جنورۍ ، فبرورۍ او می کښي وژل سوي دي .

خورد ظابط مورلوک بيان کوي ، چه دده آمر ګِبس ده او يوه بل عسکر ته دغه افغانان داسي معرفي کړي وه ، چه ګواکي پر دوی باندي يې حمله کوله . پخپله ګِبس يوه ديوال ته ولاړ ، او بم يې پلاس کښي ؤ .

«ده د خپلو لاسي بمانو څخه يوراوايستی ، د هغه ماشه يې راوايستل ، او موږ ته يې وويل ، پوه سواست ، دغه نفر وولی ، هغه مړ کی . »

په تحقيقاتي ويديو کښي يو نظامي محقق پوښتنه کوي ، چي آيا دغه افغان مسلح او تيريکونکی ؤ . خورد ظابط مورلوک ورته جواب ورکوي ،«نه ، په هيڅ صورت نه . هغه هيڅ خطر نه رامنځته کاوه . »

۲۲ کلن خورد ظابط خپلو خبرو ته ادامه ورکوي ، اووايي چه څنګه ګِبس زموږ په منځ کښي بيره او وحشت رامنځته کاوه .

«که ګِبس پوهيدای چه زه ددغي کمرې مخته کښينم ، نو زه به يې هم وژلی وای . »

پخپله ګِبس د وژل سوو افغانانو د بدن اعضاوي وساتل ، او په دې ډول يې خپل مادونان بيرول . خو په تحقيقاتي ويديو کښي بايد د نورو عسکرو په باب هم تحقيق وسي ، چي عکسونه يې ليدل کيږي .

د تحقيق پر وخت خورد ظابط جيريمي مورلوک هميشه سترګي موږي ، او سر ښوروي . دده د مدافع وکيل مايکل ويډنګټن د معلوماتو پر اساس اوس دغه ځوان عسکر په رواني مريضي اخته دی .

مجموعاً ۵ امريکايي عسکر بايد د۳ افغانانو د وژل کيدو جواب ووايي . په راتلونکو هفتو کښي به د نورو عسکرو څخه هم په دې باب پوښتني وسي ، او بيا به نو دافيصله کيږي ، چي دوی په يوه نظامي محکمه کښي محاکمه سي او که څنګه .

هلته کيدلای سي دوی د بند او يا د مرګ په جزأ محکوم سي . خو په هر صورت د امريکايي پوځ شهرت او نامه ته ډير تاوان رسيدلی دی .

Engelke/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل