1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

پناه غوښتنه: یو داسې حق چې پوله نه پیژني؟

آلمان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې مهاجرینو ته یې ډیر حقونه ورکړي. له همدې امله دغه هیواد اوس تر فشار لاندې دی. دغه حقونه څنگه رامنځته شول؟ او آیا دا به په خپل حالت پاتې شي؟ په دې هکله متفاوت نظرونه موجود دي.

د آلمان د اساسي قانون په 16A ماده کې راغلي دي: «هغه څوک چې تر سیاسي تعقیب لاندې وي د پناهندگي مستحق دی.» په دې برخه کې د «تعقیب» کچه نه ده مشروطه شوې. د آلمان د حقوقو څانگې فیلسوف راینهارد مرکل، په خبره: «آلمان د هغو ډیر لږ شمیر هیوادونو له ډلې څخه دی چې د یوه شخص پر اساسي حقونو اعتراف کوي.»

مرکل وایي چې «بین الدول حقوق» داسې یو حق په رسمیت نه پيژني او ډیری هیوادونه پرې قانع نه دي. د آلمان فدرالي جمهوریت د دویمې نړیوالې جگړې پر مهال او تر هغه وخت لږ وروسته د مهاجرتونو د لویو غورځنگونو تر تاثیر لاندې راغلی او د مهاجرت له پاره یې په نړیواله کچه پراخ حقونه وټاکل. د مهاجرت دغه قانون په آلمان کې تر ۱۹۹۳ کال پورې په نا محدوده توگه اعتبار لاره.

تر هغه وخته پورې چې لږ شمیر خلکو د سیاسي پناه غوښتنه کوله، حکومت او آلمانانو ورسره هیڅ مشکل نه لره. په ۱۹۹۰ عیسوي کال د یوگوسلاویا د جگړې له پیل سره سم په سلگونه زره کډوالو آلمان ته پناه یوړه. د مهاجرینو پر استوگنځایونو وژونکي بریدونه ترسره شول. په ۱۹۹۲ کال کې د یوې نظر پوښتنې له مخې درې پر څلورمه آلمانانو د پناه غوښتونکو د شمیر د کمولو غوښتنه وکړه.

د حکومتي ائتلاف تر منځ تر یوې اوږدې مباحثې وروسته، چې د مسیحي دیموکرات گوند (CDU)، سوسیال مسیحي اتحاد (CSU)، او د آزاد دیموکراتانو گوند (FDP) له گوندونو څخه جوړ شوی وو، د حکومتي اپوزیسیون سوسیال دیموکرات گوند (SPD) په تائيد سره، د کډوالو د حقونو په برخه کې د اصلاحاتو په راوستلو سره د سیاسي مهاجرت امکانات محدود کړل شول.

په دې برخه تر ټولو مهم بدلون دا وو چې که هر څوک له یو دریم امن هیواد چې د آلمان گاونډي وي تیر او آلمان ته راغلې وي، له ۱۹۹۳ کال څخه د اساسي قانون له مخې په دغه هیواد کې د مهاجر په توگه د منل کیدو مستحق نه دی. د تيوري له مخې آلمان په بشپړ ډول خپل هیواد ته د مهاجرت لاره وتړله. تر ۱۹۹۳ کال وروسته آلمان ته د راتلونکو کډوالو شمیر په پرله پسې ډول کم شو. په ۲۰۰۷ کال کې د کډوالو شمیر تر ۲۰۰۰۰ هم را ټیټ شوې وو.

یو حایل هیواد نور کار نه کوي

اوس په دومره شمیر کې مهاجر د دوو یا دریو ورځو په جریان کې بې له کنترول څخه آلمان ته رسیږي. نور نو مسوول دولتي چارواکي نه پوهیږي چې په کوم شمیر کې مهاجرو کومو هیوادونو ته پناه وړې ده.

د دې ځواب چې ولې مخکې له مخکې نیول شوې امادگۍ نور کار نه کوي ډیر ساده دی. د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو یو شمیر گاونډیان د دې پر ځای چې د کډوالو اسناد ارزیابي کړي او وگوري چې آیا د اروپایې اتحادیې د قوانینو پر بنسټ اروپا د دوی په مقابل کې مکلفیت لري او که نه، په ډیرې اسانې سره دوی ته له خپلې خاورې څخه د تیریدو اجازه ورکوي.

له بل لورې طبعې خبره ده چې آلمان حق لري دغه کسان بیرته خپلو هیوادونو ته واستوي، خو د اساسي او اخلاقي دلایلو پر بنسټ دا کار نه کوي.

د سپټمبر میاشتې په منځنیو ورځو کې د آلمان حکومت د مهاجرینو د موج تر سخت فشار لاندی راغی او په موقت ډول یې له اطریش سره په سرحد کې کنترول سخت کړ خو کډوالو له سرحد څخه د تیریدو لړۍ جاري وساتله.

د سپټمبر میاشتې په پای کې د بالقان هیوادونو د مهاجرینو د حقونو په برخه کې له اصلاحاتو سره چې دغه هیوادونه امن وبلل شول او کډوال یې نور نشي کولې په آلمان کې د پناه غوښتنه وکړي، تر یوې اندازې د مهاجرینو د مخ پر ډیریدونکي بهیر مخه ونیول شوه. همدارنگه د نوم ثبتولو په لومړنیو کمپونو کې د کډوالو د اسنادو ارزیابي هم وکولی شول دغه بار تر یوې اندازې سپک کړي.

DW.COM