پر کونړ بیا توغندي توغول شوي دي | افغانستان | DW | 22.07.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

پر کونړ بیا توغندي توغول شوي دي

افغان چارواکو خبر ورکړی دئ چې د پاکستان له لوري پر کونړ ولایت باندې یو ځل بیا توغندي توغول شوي دي. د رپوټونو پر اساس په دغه بمبارۍ کې لږ تر لږه څلور ملکي وگړي وژل شوي او نور شپږ تنه ټپیان دي.

د کونړ والي فضل الله واحدي د تلیفون په کرښه دویچه ویله (المان غږ) ته وویل یوازې تیره ورځ شاوخوا درې سوه توغندي د پاکستان له خاوري د کونړ په دانګام ولسوالۍ توغول شوي دي.

واحدي وایي دغه شمیري ئې په ختیځ زون کې د امنیتي ادارو د همغږۍ له مرکز څخه تر لاسه کړي دي په کومو کې چې د ایساف ځواکونه هم غړيتوب لري.

د کنړ د والي په خبره دوي د دغو بریدونو په انګیزه او موخه نه پوهیږي خو دا مني چې بریدونه د پاکستان د پوځیانو له لوري تر سره کیږي. د فضل الله واحدي په وینا بریدونه تر نن ورځی پوري هم نه دي دریدلي.

د کونړ د والي پر وینا دوی دا مسئله په کابل کې د مرکزي دولت سره شریکه کړې ده او همدا راز ئي په ختیځ کې د ایساف ځواکونو سیمه ییزي قوماندانۍ ته هم شکایت کړی دئ چې د دغو بریدونو په درولو کې پر پاکستاني دولت زور واچوي.

په همدې حال کې د دانګام یو شمیر اوسیدونکي چې مرکز ته راغلي دي وایي چې د پاکستان له خاوري له یوه کال راهیسي وخت ناوخته د افغانستان په خاوره د میزایلو بریدونه روان دي او حکومت ئې د بریدونو په مخنیوي او د خلکو په ساتنه کې پړ وباله.

د کونړ ولایت د والي ویاند واصف الله واصفي، د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې «د پاکستاني ځواکونو» له لوري د کونړ ولایت په دوو ولسوالیو باندې ۳۰۰ راکټونه فایر شوي دي.

دغه ولسوالۍ چې پرې راکټونه توغول شوي د دانگام او شیگل ولسوالۍ دي چې د پاکستان د چترال سیمې ته څیرمه پرتې دي.

د کونړ ولایت د امنیې قوماندان هم د پیښې پخلی کړی دئ او ویلي دي چې د پولې له بلې غاړې پر دغو دوو ولسوالیو باندې په سلگونو توغندي اورول شوي دي.

د واصفي په وینا د پاکستاني ځواکونو له لوري د توغندیو د توغولو په پایله کې په لسگونو کورونه ویجاړ شوي دي او کورنۍ له سیمي څخه تیښتې ته اړ شوي دئ.

افغان حکومت اعتراف کوي چې د ډیورنډ له پوري غاړي د کونړ په ځينو ولسوالیو د بریدونو په کابو کولو کې تر اوسه له پاکستاني لوري سره د دوی خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړي خو بیا هم دوی کرار ناست نه دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي، په وینا افغان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره دا مسئله یاده کړې ده او دوی په متواتر ډول د بهرنیو چارو د وزات له لارې له پاکستان سره اړیکه نیسي تر څو دا بریدونه ودروي:

«د افغانستان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم سره په کابل کې د خبرو پر مهال د پولې له هغي غاړي زموږ پر حریم د بریدونو مسئله یاده کړي ده. په دغه برخه کې پاکستاني لوري د همکارۍ ډاډ ورکړی دئ، خو بیا هم چې اوس بریدونه یو ځل بیا پیل شوي دي موږ د بهرنیو چارو د وزارت له لارې پر پاکستان فشار اچوو تر څو د دغو بریدونو مخنیوی وکړي او د افغان ولس د مرګ ژوبلي او کړولو لامل نه شي.»

میرویس جلالزی/سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم