1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

پر پښتو سندرو باندي د ويدي او اويستايي سندرو اغيزه

د ويدي او اوستايي سندرو څپاند او تپاند روح د پښتو په اولسي او عاميانه سندرو كې حلول او نفوذ وكړ، رنگ او خوند يې دواړه ترې واخيستل او ارته بېرته پښتونخوا يې ټوله سندريزه او نغمه ييزه كړه.

2-M96-F2-1621 (174084) H.Terbrugghen, Der Flötenbläser Terbrugghen, Hendrik 1588-1629. 'Der Flötenbläser', 1621. (Gegenstück zu 'Der Flötenspieler'). Öl auf Leinwand, 70 x 55 cm. E: H.Terbrugghen / Flute Player / 1621 Terbrugghen, Hendrik 1588-1629. 'The flutist', 1621. (Companion piece to 'The flute player'). Oil on canvas, 70 x 55cm. F: H. Terbrugghen, Le Flûtiste Terbrugghen, Hendrick 1588-1629. 'Le Flûtiste', 1621. (Pendant du 'Joueur de flûte'). Huile sur toile, H. 0,70 ; L. 0,55.

Der Flötenbläser Terbrugghen

د هر شپانه او بزگر، كارگر او كرګر او هرې پښتنې، مور او ماينې، مين او مينې د ژوند سندرې او د خوند سندرې په شونډو راوګرځېدې، زمزمې او زير اوبم شوې او بيا په ودونو او خوښيو، غرونو او څړځايونو كې د ډولونو، شپېليو، درياؤ غيچكو او نورو لرغونو او نويو موسيقي آلو په ملتيا خوږې نغمې او زړه وړونكې څپې ترې جوړې شوې او په پښتونخوا كې داسې پښتون او پښتنه پاتې نه شول چې د اولسي سندرو له جوړولو، ويلو او اوريدلو څخه دې يې برخې وي. په ځانګړې توګه پښتني پېغلو او مېرمنو د اولسي ادب په تخليق كې تر زلمو او لويانو زياته برخه واخيسته او د خپلو ځانګړو مراسمو لپاره يې داسې صنفونه او ژانرونه هم رامنځته كړل چې له ښځمنو سره ځانګړي پاتې شول لكه د ميندو سندرې، د واده سندرې، د ناوې ژړاوې او داسې نور.

پښتنو لوستو، پوهو، عارفانو، صوفيانو او لارښونكو هم د پښتنو د لرغونو سندرو په راپيلولو سره خپلې د زړه خبرې د ادب په ژبه رابرسېره كړې او د لرغونو ويدي او اوستايي سرودونو په سكښت او جوړښت يې كسرونه او بندونه ورته جوړ كړل او خپل وعظونه او لارښوونې، نغوتې او لمانځنې او د رزم او بزم خبرې يې په كې راونغښتلې او خپلو نسلونو ته ولېږدولې، په دې شاعرانو كې پاچايان هم وو او فقيران هم، اولسي مشران هم وو او اولسي لارښوونكي هم.

دا سندرې هم له ډېر پخوا رانښلېدلې خو د ژوند په بيدياګانو كې يې پلونه د زمانې توندو بادونو نړولي دي. د دې لړۍ ډېره لرغونې كړۍ د امير كروړ بابا حماسه ده چې د خپلې واكمنۍ برم او پرتم، اراده او اداره، ځواك او واك يې پكې تمثيل كړي دي، دا حماسه له نن نه كابو يو زر او درې سوه كاله وړاندې ويله شوې او ازانګه يې تر موږ پورې لرغونو كتابونو او د ليكوالو همتونو رارسولې ده او اوس يې هم چې زمزمه كوو د پخواني برم او پرتم اغېز پكې محسوسوو:

زه يم زمرى پر دې نړۍ له ما اتل نشته

پر هند او سندو پر تخار او پر كابل نشته

له ما اتل نشته

****

آريانا ښكلې وه، پراخه وه، كارته يې اړه درلوده او زيارته، سړوته يې اړه درلوده او ميړوته چې دا ځمكه يې هم پالله او هم له پردو يرغلګرو ساتله، په ويدي سندرو كې به لاسونه پورته كېدل او خداى ته به دوعا كيده:

خدايه ! موږ ستا مريي يو

بې اولاده، بې ښېګڼې مو مه وژنې

او د اوستا په ګاڅونو كې بيا دا غوښتنه داسې راغبرګېده:

خداى دې له خپلې ځواكمنۍ څڅه

موږ ته كښت او كار راكړي

څو موږ په خپلو څارويو او سړيو كې زياتون راولو!

ستر ستانه پښتون، بيټ نيكه هم همداسې اړتيا درلوده نو لاسونه يې لپه كړل، پورته يې ونيول او خپل له سوزه ډك مناجات يې ووايه:

دلته دي د غرو لمنې

زموږ كېږدۍ دي پكې پلنې

دا وګړي ډېر كړې خدايه!

لويه خدايه ! لويه خدايه!

د لرغونو سندرو په شاعرانو كې خرښبون بابا هم دى، پر ده د بېلتون ناره وشوه، له خپلوانو او دوستانو نه به يون شو، ودرېد او د خپل زړه درد يې په خپله ناره كې ونغښت:

بېلتانه ناره مې وشوه په كور باندې

نه پوهېږم چې به څه وي پېښ په وړاندې

او همداسې د بېلتون سوې سندرې شيخ تيمن، ملكيار غرشين او بختيار كاكي هم چې د دوى له سرګردانه او ناكامه ژوند نه يې رنګ اخيستى ؤ، وويلې او د پښتو د لرغونو سندرو دلړۍ كړۍ ي زياتې كړې.

شيخ متي كلات بابا چې د عرفان په ميو مست او د لوى خداى د قدرت او ځواك نخښو نښانو ته ځير ؤ، په خپلو سندرو كې د همدې تماشو انځورګري كوله او د تصوف تر وېښته نازكې نكتې يې داسې سپړلې:

په لويو غرو هم په دښتو كې

په لوى سهار، په نيمو شپو كې

په غاړه ږغ په شپېلكو كې

يا د ويرژلو په شپېلكو كې

ټول ستا د ياد نارې سورې دي

دا ستا د مينې نندارې دي

هوتك بابا په خپلو لرغونو سندرو كې ځوانان هڅول چې د يرغلګرو مخه ونيسي او ملكيار بابا بيا د ترنك د څپاند سيند له مستو څپو نه ګيله كوله چې يار ته يې د ده د ورتلو لاره بنده كړې ده.

څورلس سوه كاله وړاندې چې د اسلام سپېڅلى دين افغانستان ته راغى، زموږ په لرغونو سندرو يې هم اغېز وكړ او زموږ لرغونې سندرې هم ترې اغېزمنې شوې او هم د عربي شعر كالبونه، صنفونه او ژانرونه په پښتو شعرونو كې راغبرګ شول، عربي شعر په مستقيم ډول او هم د دري له لارې پر پښتو شعر اغېز وكړ او د عربي بوللو يعنې قصيدو، غزلو، څلوريزو، قطعو، مثنوي ګانو، مثلث، مربع، مخمس، مسدس، مسبع، مثمن، تركيب بند، ترجيع بند، مستزاد او نورو ډولونو د پښتو شعر ته لار ومونده او دا ټول كالبونه د بڼې له مخې په پښتو كې پلي شول، ښه پلي شول، خواږه پلي شول او په هنري او تصويري بڼه پلي شول:

سحر سبا شو پټېږي ستوري

خبر رانغى د يار له لوري

قاصده ورشه خبر يې راوړه

پسې مې سپين شوه د سترګو توري

پر دې سربېره ځينې شاعرانو په پښتو كې د عربي عروضو د پلي كولو هڅه هم وكړه خو ډېره كاميابه او دودو نه شوه، تر دې وړاندې افغاني برمكيانو هم په بغداد كې په عربي ژبه د هجايي او سيلابيكو شعرونو په ويلو سره عربي ادب ته آريايي او پښتو ډوله شعرونه ولېږدول او د مواليا دردوونكې او سوځوونكې ساندې يې چې د جعفر برمكي په ظالمانه وژنه ويل شوې په عربي ادب كې د يوه نوي ژانر په توګه دود كړې.

په نولسمه پېړۍ كې له هند سره د پښتونخوا د ګاونډيتوب له امله پر پښتو ادب د هندي مقامونو او راګونو اغېز هم وشو او د هندي سندرو په چوكاټ او سروتال كې چې د شعر او موسيقي په ګډون جوړېږي د پښتو شعرونه هم جوړ شول او د بيرمي، برده، بلاول، كستوري، آسا، بهاگ، پاړي، اساوري، شام، كليان او نورو مقامونو او راګونو د پښتو په شعرونو كې حلول وكړ او يوه نوې لړۍ موزيكال شعرونه په پښتو كې وزېږېدل.

د مقامي شعرونو ګڼ شاعران د پښتونخوا په ختيز پېښور او د پښتونخوا په لويديز كندهار كې پيدا شول او د دوى ګڼې ګډې مجموعې چې مقامي شعرونه پكې وو چاپ شوې.

شپږمه لړۍ د پښتو نوې سندرې دي چې د شلمې پېړۍ له پيليدلو او رابرېدلو سره په پښتو شاعرۍ كې دود شوې او زاړه كالبونه مات شول، د آزادۍ ترانې وغږولې شوې، بيا په بل ګام كې آزاد شعرونه جوړ شول چې بنيادونه يې د پښتو په لرغوني ادب كې وو خو له اروپايي آزاد شعر نه يې رنګ اخيست.

نور نوښتونه هم په پښتو شعر كې وشول او په دې توګه پښتو شعر د زمان او مكان په غېږه كې عمودي او افقي وده وكړه او په لسګونو ژانرونه او ادبي صنفونه په كې رامنځته شول او له نويو – نويو جوړښتونو سره يې پايښت دوام وكړ.

موږ به د پښتو شعر په راز – راز رنګونو، ډولونو، نوښتونو او اوښتونونو بيا هم درسره غږېږو !

سرې – سرې اوښكې په ګريوان عبدالقادره

دا مې يار ته د ياقونو مهماني ده