1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

پر پاکستانۍ پوستې په بريد کي ۳۴ تنه وژل سوي

د «بردير» د ولسوالۍ يو چاروکی، غلام محمد، وايي چي طالبانو د چهار شنبه په ورځ د پاکستاني پوځيانو پر«شلتالو» پوستې تر بريد وکړی چي په پايله کي يې ۲۸ پوليس او ۶ تنه ملکي کسان وژل سوي او ۲۰ تنه پوليس نور هم ټپيان سوي دي.

«تر پيښي وروسته سيمي ته نور پوليس او عسکر ليږل سوي دي»

«تر پيښي وروسته سيمي ته نور پوليس او عسکر ليږل سوي دي»

د بر دير سيمي د پوليسو يو چارواکی، نذير خان، وايي چي د يو فاميل څلورغړي وروسته له هغي ووژل سول چي د طالبانو لخوا فيرسوی راکټ يې پر کور ولګېد.

د هغه په خبره پدې بريد کي د ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ وسله والو طالبانو برخه لرله.

په پيښه کي د طالبانو د مرگ ژوبلي په اړه معلومات نسته. ځکه د خان په خبره طالبانو خپل مړي او ټپيان له ځان سره وړي دي.

دغه چارواکي ويلي چي: «کله چي د پاکستان د پوځ څرخي الوتکو د طالبانو ځايونه په نښه کړل نو دوی د افغانستان پر لور وتښتيدل. طالبانو د يو افغان موټر چلونکي په وژلو سره د هغه په موټر کي د خپلو ملګرو مړي هم له ځان سره وړي دي.»

دغي جګړې شاوخوا 24 ساعته دوام کړی چي دواړو خواوو يو پر بل سپکي او درنې وسلې کارولي.

د پاکستان د پوځ يو چارواکي چي د نو د ښودلو څخه يې ډه ډه کړې ويلي چي طالبانو د دغي جګړې په ترڅ کي درې کلي تر خپل کنترول لاندي راوستلي ول.

تر پيښي وروسته سيمي ته نور پوليس او عسکر ليږل سوي دي.

د طالبانو يو وياند، عمرحسن، د پيښي پړه په غاړه اخيستې او ويلي يې دي، چي په دې بريد کي يې 52 پاکستاني پوليس او نيمه ځواکونه وژلي دي.

هغه دغه راز ادعا کړې چي په بريد کي يې 15 پوځيان نيولي هم دي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل

DW.COM