پر مخالفينو تر حملې وروسته وضع نوره هم مخ پرخرابيدو ده | آلمان او نړۍ | DW | 19.05.2010
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

پر مخالفينو تر حملې وروسته وضع نوره هم مخ پرخرابيدو ده

د بنکاک د ښارپه منځ کښي د مخالفينو مورچلونه د زره پوښونو پواسطه چي سخت فيرونه يې هم کول ، ليري سول . د نن سهار وختي څخه د تايلينډ د اردو عسکرو په دې شروع وکړه ، چي د ښار د مرکز محاصرې ته خاتمه ورکي

default

په تکرار سره فيرونه اوريدل کيږي . خو په ډيرو ځايو کښي عسکر د مقاومت سره مخامخ کيږي .

نن سهار د لمرختو دمخه پوځونه د بنکاک د جنوب د لومپيني د پارک پر خوا حرکت وروکي ، چي د سور کميسو پلاس کښي دی . مظاهره کونکو د موټر عرادو او نورو لرگو ته ، چي مورچلونه يې ځيني جوړ کړي وه، اور ورواچوی .

Unruhe und Gewalt in Thailand Flash-Galerie

د بنکاک په مختلفو برخو کښي د ډيرو دودانو څخه توره وريځ جوړه سوې ده .

وسله والو مظاهره کونکود تيلو څخه يو ډک ټانکر د ښارپه مرکزي برخه کښي درولی دی ، او تهديد يې کړی دی چي هغه ته به اور واچوي .

د مورچلونو څخه دباندي د غريبانو په يوه ناحيه کښي خصوصأ ډيري سختي نښتي او دفيرونو تبادله رامنځته سوې ده .

د تايلينډ د ټلويزون د خبر پر اساس په دغه ناحيه کښي نامعلومه په تورو کالو کښي مجهز وسله وال کسان پر عسکرو باندي فيرونو کوي .

د بون کای په نامه دغه ناحيه کښي په تيرو ورځو کښي هم داخلي جنگ ته ورته صحنې رامنځته سوي وې . د دغي ناحيې د تقريبأ 7000 اوسيدونکو څخه زيادتره يې په شاوخوا مکتبو او سپورټي مرکزو او کلپو کښي سره ځای پر ځای سوي دي .

د سور کميسو پلويانو په دې منځ کښي د بنکاک په نورو برخو کښي مورچلونه جوړ کړي دي . د حکومت په زرهاوو مخالفينو د اردو د تشدد او زور څخه ډکي حملې پر ضد په مظاهرو شروع کړې ده .

حکومت پرون د تايلينډ د سنا د وساطت کولو يو ابتکار رد کی ، او اعلان يې وکی چي اوس بايد د مخالفينو مقاومت ته خاتمه ورکول سي ، او بيا به وروسته خبري شروع سي . خو د حکومت مخالفينوبيا ددغه هيواد د مشرانو د جرگې په وساطت د خبرو سره موافقه کړې ده .

سور کميسي په خپل دغه دمياشتو مياشتو راهيسي اعتراضو سره غواړي چي حکومت استعفأ ورکي ، او نوي انتخابات تر سره سي . ددوی په نظر صدراعظم ابهيسيت ويجايي وا په ديموکراتيک ډول ندی انتخاب سوی ، بلکه د پوځ او سلطنت په اشاره راغلی دی .

يوازي تيره پنجشنبه په بنکاک کښي لږ تر لږه 39 تنه ووژل سول ، او تقريبأ 300 نور زخميان سول . او د اعتراضو د شروع څخه په اپريل کښي تر اوسه پوري په تايلينډ کښي تر 60 زيات انسانان مړه ، او تر 1000 اضافه ټپيان سوي دي .

بوروفسکي / محمد قاسم نوري

کتونکي : فضلي

DW.COM