1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

پر ماشومانو کار کول

حسن اته کلن ماشوم دی، چې له خپلې مور (بدرۍ) او پلار (شېردل) سره په یوه بېوزلې کورنۍ کې ژوند تېروي. پلار چې خپله مزدوري کوي، حسن هم اړ کوي، چې ځنې اخبارونه او نور شیان بازار ته د خرڅلاو لپاره وباسي.

په افغانستان کي ډيری ماشومان کار کوی

په افغانستان کي ډيری ماشومان کار کوی

حسن د دا ډول ناروا کار له لامله تېر کال په ښوونځي کې محروم شو چې دادی اوس بېرته لومړی ټولګی له سره لولي. په دې ورځې هم حسن اړکېږي، چې ښوونځي ته د تګ پرځای دا څېزونه خرڅلاو ته وباسي.
حسن خوبولی دی، تریخ چای یې هم له ستوني نه تېرېږي. بدرۍ زوی ته ځورېږي. شېردل پر هغې ګواښېږي چې هلک ولې دومره نازولی کوي؟ مور حسن ته غږ کوي، چې په ګټلو پیسو یوه کیلو بوره کور ته راوړي او بیا به خوږ چای وڅښي.

حسن کوڅه کې دی. اخبار خرڅوي. هغه خپل همزولي، هلکان او نجونې ویني چې په ښایسته، ښایسته پاکو رنګه، رنګه جامو کې شخصي او دولتي ښوونځيو ته ځي. خو حسن اړ دی چې نارې ووهي:
«اخبار والۍ (واخلۍ) انیس والۍ، هیواد والۍ...» کرۍ ورځ حسن سرګردانه د ښار په کوڅو او بازرو کې نارې وهي؛ خو سودا یې نه کېږي. مازدیګر مهال کمزوری، او له پښو پاتې کورته ستنېږي. پلار ورته په غوسه کېږي، چې ولې یې ګټه کورته نه ده راوړې؟ مور هغه خپلې خونې ته بیایي چې د ښوونځي کورنی کار وکړي. خو حسن ته ددې وس نه دی ور پاتې، خوب یې وړي او وېدېږي.

په سبا ورځ ېې حسن ټولګي کې خوب وړی. هغه خوب ویني چې په یوه ښکلې، ښایسته او رنګینه دنیا کې روان دی. هره خوا مرغان چڼېږي، د راز راز میوو ونې ولاړې دي او د سپینو اوبو ویالې بهیږي. دې مهال کې یو مشربابا په سپینو جامو کې راڅرګندېږي. حسن وېریږي، چې په غلا یې ونه نیسي. خو بابا ورته وایي چې دنیا د خدای ده. دا شیان ټول د خدای دي او خدای دا هرڅه وړیا کړي. هغه حسن ته لاس ورکوي، چې دې مهال کې ښوونکی په زوره په حسن غږ کوي. ورسره کپټان هغه ښوروي. حسن وارختا او کاواکه راولاړېږي، چې بیا خپلې څوکۍ څخه لویږي.

ښوونکی په غوسه کېږي، حسن له ځانه سره د ښوونځي ادارې ته بیایي او هلته د ښوونځي د امرې چې نادره نومېږي؛ تر مخې ورته وایي، چې یا به ښوونځي او لوست ته ځان تکړه کوي او یا خو به ښوونځي بیخي پرېږدي!

کورته په رسېدلو سره ګوري چې پلار د خرڅلاو لپاره پلاستکي کڅوړې او زري پرتوګاښونه هم راوړي دي. بیا دا ټول ورکوي، چې ویې پلوري او ښه ګټه کورته راوړي.
حسن وږی، نهار اخبارونه، پلاستکي کڅوړې او زري پرتوګاښونه دلته او هلته غوړوي، خو څوک یې نه ورڅخه را نیسي. حسن دم په دم نارې وهي:

«اخبار والۍ! انیس، هېواد، ایسلا (اصلاح) مجاهد...زري پرتوګاښونه والۍ...» خو سودا یې نه کېږي.
یو لاروی چې سلیم نومېږي، ښه مهال د هغه ننداره کوي. سلیم له هغه سره غږېږي. د حسن د زړه درد اوري. سلیم هغه ته څه پیسې ورکوي او ورته وایي:

«دا پیسې دې له پلاره پټې کړه. بیا د ښوونځي شیان ورباندې واخله!» حسن مننه ترې کوي او مازدیګر مهال خوشاله کورته روانېږي. پلار یې د نننۍ ګټې په خاطر یو څه خوشالېږي. بیا حسن هغه نورې پیسې پټې مور ته ورکوي. هغه مهال چې مور غوښتل پیسې خپل دستکول کې کېږدي، مېړه یې هغه ویني او چیغه پرې کوي:
«دا پیسې له کومه شوې؟»

شېردل خپله مېرمن سخته وهي. پیسې هم ترې اخلي او په سبا ورځ حسن بیا لېږي، چې کورته ښه ګټه راوړي. په دې ورځې نسیمه، د حسن د ترورۍ لور، چې تېره ورځ ورکره راغلې، له حسن سره ځي. هغوی نجونې او هلکان ویني چې په ګډه ښوونځیو ته روان دي. نسیمه وایي:
«ښوونځی څه ښه شی دی. سړی پاکې پاکې جامې اغوندي؛ له خپلو همزولو سره یو ځای وي؛ او لوبې هم په ګډه سره کوي!»

حسن چې د پلار چلند ډېر په غوسه کړی، د خرڅلاو له اخبارونو، پلاستکي کڅوړو، پرتوګاښونو او سګرټو سره ښوونځي ته ننوځي. په ښوونځي کې یوهلک په دې پلمه چې حسن ښوونځي کې شیان خرڅوي، له هغه سره شخړه کوي. دواړه د ښوونځي ادارې ته ورغوښتل کېږي. هلته ګوري، چې هماغه لاروی یعنې سلیم هم ناست دی. سلیم د نادرې پخوانی ټولیګوال دی، چې دامهال یې یو خصوصي ښوونځي جوړ کړي.
سلیم له حسن سره د هغوی کورته راځي. د هغوی له سختیو په خبرېدلو سره شېردل ته وایي:
«آیا غواړي د هغه په خصوصي ښوونځي کې څوکیدار شي؟»

خو شېردل یې نه مني او بیا هم د خرڅلاو څېزونه او سګرټ حسن ته ورباروي، چې خرڅ یې کړي.
داځل څو هلکان له حسن څخه پیسې او سګرټ غلا کوي او بیا په ګډه هغه سخت وهي. حسن په وینوککړ مخ کور ته راځي. پلار د خپل زوی ددې حالت په لیدلو سره سخت درد اخلي او له حسن سره په خپل تېر چلند پښېمانېږي. شېردل له دې سره د سلیم خبره مني او د هغه په خصوصي ښوونځي کې څوکېدار کېږي. حسن هم له هغې وروسته هره ورځ ښوونځي ته ځي. اوسمهال د پلار، مور او حسن زوی ژوند یې ښه په خوښۍ تېرېږي.

ليکونکی: انور وفا

کتونکی: نسيم صابر