1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

پر افغانستان باندي د سپتمبر د 11، اغيزي

د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کي چي د امريکا ترقومندې لاندي په افغانستان کي پيل او په نتيجه کي يې د طالبانو رژيم نسکور سو، د افغانستان د تاريخي پيښو په لړ کي د بدلون يوه بنيادي پېښه بلل کيږي.

default

د دغه هيواد د لويو ښارونو څخه په طالبانو پورې د تړلو ځواکونو په شړلو سره، مخالف ځواکونه په دې بریالي سوي دي، چي په افغانستان کې د يوه نوې سياسي پيل لپاره ګام واخلي. خو د دغه تاريخي چانس څخه د سمي ګټي اخيستلو په لاره کي يو لړ داسې خنډونه رامنځ ته شوې دې چې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د ټولو هلو ځلو سره سره بيا هم تراوسه په دغه هيواد کي د ترهګرۍ د خطر مخ ندی نيول سوی.

په نيويارک او واشنګتن کې د 2001 ميلادې کال د سپتمبر د مياشتې د 11 نيټې د تروريستې ګوزارونو څخه وروسته، د نړيوالې ټولنې په سياسې انځور کې هر اړخيز سیاسې بدلونونه رامنځ ته شوې دې.

د امریکا د متحده ایالاتود حکومت مهمه موخه د نړيوال تروریزم سره مبارزه اعلام شوې او دا ځکه چې په نیویارک او واشنګتن کي کوم تروريستې ګوزارونه چې شوې، په حقيقت کې د دغه امپراتورۍ پر زړه باندي يو ګوزار و. او د هر امريکايې په ماغذو کې دا احساس پیدا شوې چې ګواکې دغه ګوزار پر ده باندې سوی او دا د ده لپاره يو سپکاوې دې. په تيره بیا چې د دغه ګوزرا څخه وروسته ويل شوې چې «امريکا نور هغه هيواد نه دی چي څوک به پرې خونړې ګوزار ونشې کړای».

د بن په نړيواله غونډه کي د افغاني اړخونو استازي

د بن په نړيواله غونډه کي د افغاني اړخونو استازي

د آمريکايانو لپاره دا پيښه داسې يوه تاريخې پيښه وه چي يوازي د دغه ستر ځواک لپاره پوځې او آيدیالوژېک چلنج نه بلل کيده. په پو ځي او آيدیالوژي چلنج کي امريکايانو د مخه د سړې جګړې په بهير کي د خپل سیال شوروي اتحاد څخه ميدان ګټلی و. او د شوروې اتحاد د ړنګيدلو نه وروسته، د امريکا متحده ايالاتو د يوازني ستر نړيوال ځواک په توګه په دې هڅه کي و، او دې چې د اقتصادې مسايلو په نړیوال کيدلوسره په اقتصادې، سياسې، کلتورې او پوځې ډګر کې دوی خپل برلاسي ته پراختيا ورکړي.

خو د 2001 ميلادې کال د سپتمبر د مياشتې د 11 نيټې پيښېا امريکایانو ته وښودله، چې دوی به نه يوازي په نړۍ کي د دوی د امپراتورۍ تفوق طلبيو په لاره کي له خنډونو سره مخامخ وې، بلکي حتي په امريکا کي دننه د دوی پر اقتصادي او پوځي مرکزونو باندي هم ګوزارونه کيدای سي.

د امريکا د متحده ايالاتو د پوځي ګوزارونو په هکله د لويدیځو هیوادونو دریځ:

د يولړ نیوکو سره سره بياهم لويدیځو هیوادونو د امريکايانو سره خپل پیوستون اعلان کړی. په نيويارک او واشنګتن کي د 2001 م کال د سپتمبر د مياشتې د 11 نيټې د تروريستې ګوزارونو څخه وروسته، نه يوازي پخپله په امريکا کي خلکو تکان خوړلی، بلکي ټولو لويديځوهیوادونو د امريکا د متحده ايالتونو سره « د نړيوال تروريزم پر ضد د يوې ايتلافې تلاو» د جوړولو لپاره خپل چمتووالی ښودلی او د آلمان د هغه وخت لمړی وزير ګرهارد شرويدر،د لويدیځو هیوادونو په کتار کي يوازينی سیاست مدار نه و، چي د امريکایانو سره يې خپل« غير محدود پيوستون» اعلان کړی و. او وروسته بيا دا خبره هم را پورته شوه چي «اسلامي نړيوالي تروریستې ډلې نه يوازي د امريکا د متحده ایالتونو بلکي د اروپا د پاره هم يو خطر بلل کیږې.

خو د امريکايانو پر خلاف اروپایان وايي چي د تروريزم سره مبارزه يوازي د پوځې لارې څخه بریالیتوب ته نشې رسیدلای، بلکي بايده دې د دغې پيښې ټولې پيچيلې ټولنيزې او اقتصادې خواوي هم په نظر کي ونیول سي.

د عربي نړۍ دريځ: د امريکايانو له دريځه څخه زړه نا زړه ملاتړ

د 2001 م کال د سپتمبر د مياشتې د 11 نيټې د پیښې نه وروستها امریکایانو اعلام وکړ چې ټول هیوادونه بايد دې خپل دريځ روښانه کړې. يا دا چې د تروريزم پر ضد په مبارزه کې د امريکايانو په خوا دريږې، او يا دا چې د امريکایانو د پوځي سختو عملیاتو سره مخالفت کوي.نو په دې صورت کې زيات شمير عربې او اسلامې هیوادونو هم د امريکایانو په پلوي ویلي چي امریکایان حق لري، چي د تروريزم سره په مبارزه کي د تشدد څخه کار واخلې، خو په عین وخت کې دوی د دې ګواښ هم کوې چې اسلام او تروريزم بايد په اصطلا په یوه قالب کې وانچول شې. او همدا شان دوی د امريکایانو د نوی دريځ په اړوند د انديښنې هم ښه يې چې د فلسطينيانو مسله بايد د تروریزم د جګړې ترسيورې لاندي رانشې.

روسيه، هند او د چین ولسي جمهوریت: لنډ محاله دریځ او د اوږدې مودې ستراتيژي دلچسپۍ

دا چې امريکايان په افغانستان کې د طالبانو او د القاعدې د ډلو سره د ترهګرو د ډلو په نامه جګړه پر مخ بیايې، هم په روسیه، هم په چین او هم په هند کې دې مسالې ته د دوه اړخونو څخه کتل کیږې. له يوې خوا دوې د تروريزم پر ضد د امريکایانو د پوځې عملیاتو څخه پلوي کوې، له دې خاطره چې دوې هم پخپلو هيوادونو کې د بيلتون غوښتونکو ډلو په مقابل کې، کله چې د تشدد څخه کار اخلې نو دا کار دوې د تروريز پر ضد جګړه ګڼې.خو له بله پلوه دا چې د امريکا متحده ایالتونه په افغانستان کي د اوږدې مودې د پاره خپل پوځې پلانونه لرې، نو دغه هیوادونه په افغانستان کې د امريکايانو پوځي موجودیت د خپلو دلچسپیو سره په تضاد کې ویني.

د منځنۍ آسیا جمهوريتونه: دوی وايي چي د تروريزم سره بايد په کلکه مبارزه وسي.

د منځنۍ آسيا جمهوریتونه چې هلته حکومتونه لا تر اوسه هم د پخوانې زورواکې نظامونو په جوړښتونو ولاړ حکومتونه دې، دا چې امريکایان په افغانستان کې د طالبانو دمليشيايې ځواکونو جوړښتونه له منځه وړې خوشاله دې. او د دوی خوشالې دوه علتونه لرې: يو دا چې دوې هم د طالبانو څخه په ويره کې و،چې د دغه تحریک لمن د دوې هیوادونو ته ورنه غزيږې او بل دا چې دوې فکر کاو چې که چيرې په افغانستان کې سوله او ثبات راشې نو دوې به هم له دې لارې څخه وشې کړاې خپل اومه مواد لويدیځو هيوادون ته واستوې.

ايران او پاکستان: سره ورته او متضاد دريځونه.

د ايران دریځ ډير پیچيلی و. له یوې خوا په دغه هیواد کې دننه د ځواک په سر مبارزه روانه ده. دا چې په افغانستان کې د طالبانو تند لارې سنې مذهبه نظام له منځه ځې، دوې ځکه خوشاله دې چې طالبان له مذهبي پلوه هم د ايران د شیعه مذهبه اسلامې نظام سره سخت مخالف و. خو دا چې امريکايي پوځونه افغانستان ته راځې، نو طبعاً دا پيښه د ایران د اسلامې جمهوریت د پرنسيپونو سره تطابق نلرې. ايرانیان امريکایانو ته د لوی دښمن په سترګه ګورې او امريکایان ايران د خبيثو هیوادونو په محور پوري يو تړلی هیواد بولي.

خو که پاکستان ته راشو، دوې طالبان پخپله پر پښو درولې و. خو بیا وروسته دوې نشو کولای چې د دغه غورځنګ مخه ونيسې. د 2001 م کال د سپتمبر د میاشتې د 11 نيټې د پيښې نه وروسته له د امريکا د متحده ايالاتو حکومت د پاکستان پوځي مشر جنرال مشرف ته وايی چې بايد خپله تګ لاره وټاکې يا به د امريکایانو خوا نیسې يا به د امريکایانو سره جګړې ته غاړه ږدي.

د پاکستان د دولت مشر مشرف چې تراوسه يې د طالبانو ننګه کوله، دی د دوو خواو څخه تر فشار لاندې و. له يوې خوا نړیوالې ټولنې د پاکستان له حکومته څخه دا غوښتل چې د نړيوال تروريزم سره په مبارزه کې بايده دې چې ونډه واخلې، او له بله پلوه په پاکستان کې دننه اسلامې ډلو له ده څخه دا تمه درلوده چې دې د امريکایانو په خوا ونه دریږې او د پاکستان حکومت له دې څخه انديښمن هم و، چې د کشمير په مساله کې د اسلامې ډلو ملاتړ ته اړه لرې. له بله پلو د تروريزم سره په مبارزه کې د پاکستان د حکومت په دريځ کې ترنن ورځې پورې تضاد لیدل کیږې.

خو د 2001 م کال د سپتمبر د مياشتې د 11 نيتې د پیښې نه وروسته د اسلام آباد حکومت هم خپل تاريخې چانس په دې کې وليد چې د افغانستان په برخه کې خپل سیاسې تګ لاره بدله کړې او د نړيوالې ټولنې په مرسته په دغه هیواد کې اسلامې ځواکونه هم تر څارنې لاندې ونيسې. پاکستان د امريکایانو تر سخت فشار لاندې دې ته غاړه ايښې، چې د نړیوالو سره په ګډه د تروريزم پر ضد مبارزه کې ونده واخلې.

دا چې د طالبانو رژيم د ځواک له مسنده څخه راوپرځیده، علت يې دوې پخپله نه و، بلکې د القاعدې د نړیوال اسلامې تروريستې سازمان سره د دوی ګډکار او تړاو د دوې د راپرځیدلو اصلې علت بلل کيږې.

د طالبانو رژيم د راپرځیدلو علت دوې پخپله نه، بلکې د القاعدې سره د دوی ګډکار او تړاو وه

د طالبانو رژيم د راپرځیدلو علت دوې پخپله نه، بلکې د القاعدې سره د دوی ګډکار او تړاو وه

د امريکا د متحده ایالتونو ولسمشر جورج بوش د سپتمبر د مياشتې په 20 نيټه د دغه هیواد د کانګرس په وړاندي وايې چي د القاعدې سازمان يو نړيوال اسلامي تروريستي سازمان دي او د دغه سازمان مشر اوساما بن لادن په نیویارک او واشنګتن کې د 2001 میلادې کال د سپتمبر د مياشتې د 11 نيټې د تروریستې ګوزارونو اصلي عامل بلل کیږې.

او بیا کله چې بوش دا خبره وکړه چې نه یوازي د تروريستې ګوزار اصلې عاملینو ته به سزا ورکړه شې، بلکي هغه کسانو ته هم چې د دوې ننګه کوې، نو دلته دا خبره روښانه وه، چې د طالبانو برخليک به څه وې. په افغانستان کې د آمریکایانو د سختو بمباریو په اثرطالبان دې ته اړ شول چې د افغانستان د سترو ښارونو څخه ووځې. خو د القاعدې ډلې په هر ځای کي سخت مقاومت کاو.

د افغانستان پلازمینه کابل د 2001 میلادې کال د نومبر د مياشتې په 13 نيټه پرته د مقاومت څخه خوشې شوه او د شمال ټلوالې واحدونه کابل ته ورننوتلې دې. دا روښانه خبره وه چې د آمریکایانو د پرله پسې بمباریو نه پرته به د شمال ټلوالې نشواې کولاې چې دکابل ښار په دومره آسانې سره ترلاسه کړې.

که چیرې د افغانستان دراتلونکې برخلیک د پاره يوه سیاسې طرحه نه واې وړاندې شوې، نو يوازي په پوځې بری سره به هيڅ څه شې نه وای ترلاسه شوې.

د افغانې سیاسې ډلو په موافقې او د ڼړیوالې ټولنې په مرسته د پترسبرګ د کنفرانس په جوړيدلو سره د افغانستان د راتلونکې د پاره داسې يوه لاره په نښه شوې چې د هندوکش په لمنه د پروت هیواد افغانستان د پاره يو تاریخې چانس و او دې، که چيرې په دغه هیواد کې د پرله پسې ستراتيژی بدلونونو په ځاې فکرې بدلونونو ته چانس ورکړ شې.