1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

پر افغانستان باندي د سرو لښکرو يرغل

له نن څخه پوره ۳۱ کاله دمخه په همدې ورځ د پخواني شوروي اتحاد سرې لښکري په افغانستان ور ننوتې.

د مسکو په سره ميدان کي سرې لښکري

د مسکو په سره ميدان کي سرې لښکري

افغانستان ته د روسي عسکرو په راتګ د وخت جمهورريس حفيظ الله امين د تاج بيګ په ماڼۍ کي ووژل سو او د افغانستان چاري ببرک کارمل په لاس کي واخيستې.

برژنيف پر افغانستان باندي د يرغل پر محال د کمونست ګوند د مرکزي کميټي مشر او د شوروي اتحاد د عالي شورا مشري کوله.

د پخواني شوروي څه باندي سل زره عسکر په افغانستان کي کابو د يوې لسيزي لپآره تم سول.

افغانستان ته د سرو لښکرو په ورتگ سره، د ملک په بيلا بيلو برخو کي د افغانانو حساسيتونه را پارول او د هري ورځي په تيريدو د کابل د حکومت په وړاندي چي د شوروي د ملاتړ څخه برخمن ول د بلواوو لړۍ زور اخيست.

د وخت د پوځي چارو کارپوه او د پوځي لښکرو جنرال عتيق الله بريالي وايي د پخواني شوروي يرغل د افغانستان پوځ باندي ناوړه اغيزي وشيندله.

« د افغانستان پر پوځ اغيزي ستري وي، کله چي دوی په جمهوري رياست کي مقاومت وکړ ډير کسان له مينځه ولاړل، د افغانستان د ټول اردو لپآره ناوړه پيښه وه، ځکه د اردو ډير کسان په دغه عمل باندي خوښ نه ول».

د هندوکش له لمنو پيل بيا د ډيورنډ تر کرښي او د زوالفقار تر غړۍ پوري د پخواني شوروي د ځواکونو پر ضد د يو شمير افغانانو له لوري ګوريلايي بريدونه پيل سول.

که له يوي خوا په سلګونو زرو افغانانو په دغه جګړه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی له بل لوري پخواني شوري ته هم په افغانستان کي د څه باندي لس کلن ماموريت پر مهال سخت مالي او ځاني زيانونه واوښتل.

يو شمير افغانان پر افغانستان باندي د سرولښکرو د يرغل شيبې داسي انځوروي.

« بدي ورځي وې، خلک به شکنجه کيدل، نيول کيدل، او دا نه وه څرګنده چي د خلکو ګناه څه وه».

« زه يې د څرخي پله په زندان کي واچولم سخت يي شکنجه کړم، هغه شيبې مي له ياده نه وزي».

حفيظ الله امين

حفيظ الله امين

د يوه روسي پوځي جنرال، ګروموف په وينا چي د څلويښتم لښکرمشري ور په غاړه ول، څه باندي ۱۵ زره روسي عسکر په دغه جګړه کي مړه او څه باندي ۳۵۰۰۰ نور ژوبل سول.

د دغي فرسايشي جګړي پر مهال پخواني شوروي اتحاد ته په سلګونو مليونه ډالره مالي تاوان هم ورسيدی.

د سياسي چارو شنونکي وايي چي د پخواني شوروي جنرالانو او ستراتيژيستانو د افغانستان جغرافيايي موقيعت او ټولنيزو دودونو ته په نه کتو سره پر افغانستان يرغل وکړ او د تمي خلاف خپلو موخو ته تر رسيدو مخکي د ماتي سره مخامخ سول.

د سياسي چارو مبصر نصرالله ستکانزی واي که څه هم له افغانستان سره په پوله کي لوړ رتبه روسي جنرالانو او لوړ پوړو افسرانو د امو سيند ددې خوا تيريدونکي پښي له مسلکي پلوه په غور سره تعقيبولي خو پايلي يې ويرونکي وې.

« دغه يرغل افغانستان ته دوه ډوله پايلي لرلې، له يوه لوري دغه جګړې افغانستان له سياسي پلوه له اوږد مهالي بحران سره مخ کړ او له بل لوري په مليونونو انسانان ووژل سول او سياسي نظام ويجاړ سو».

ستانکزي په دي اند دي چي د پخواني شوروي مشرتابه غوښتل د افغانستان له لاري تودو اوبو يعني د هند سمندرګي ته ځان ورسوي خو په غرني افغانستان کي ورته تيريدل په دومره ګرانه بيه تمام سول چي دغه هيواد يي په ۱۵ جمهوريتونو وويشل.

د څلويښتم لښکرو وروستۍ ټولګي د ۱۳۶۸ کال د دلوي په مياشت کي له افغانستان څخه ووتل.

له دغي پيښي را وروسته څو تير کلونه بس وو چي په تيره بيا د افغانستان په جګړه کي د شوروي اتحاد ګډون له سياسي زاويي وتلل سي.

خو تر اوسه لا هغه ټول دلايل پوره روښانه نه دي چي افغانستان ته د څلويښتم لښکر د را استولو موجب سول.

افغانستان ته د شوروي عسکرو د استولو د پريکړه کونکو له لوري هغي پوښتني ته تر اوسه ځواب ندی ويل سوی چي دغه سرتيري د څه لپاره او د چا په اجازه افغانستان ته را واستول سول.

خو دا خبره اوس روښانه ده چي افغانستان ته د پوځي لښکرو استول له دوهمي نړيوالي جګړي وروسته د بهرني سياست په برخه کي د پخواني شوروي تر ټولو ستر اقدام ګڼل کيږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل