1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

پرته له ملا منصوره به وضع لا ترينګلې شي

امريکا ښايي هيله ولري چې خبرو ته لېواله يو طالب مشر به په سخت دريځ لرونکي ملا منصور پسې ځای ناستی وګرځي. خو دغه هيله د منطقي سنجښت پر ځای له مايوسۍ څخه سرچينه اخلي. دغه نظر فلوريان وايګند په خپله تبصره کې روښانوي.

امریکا متحده ایالاتو د ملا منصور له وژنې سره دا خبره تایید کړې ده چې په اوسني وخت کې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې شونې نه دي. امریکایانو د شنبې په ورځ وخته د بې پیلوټه الوتکې له یوه برید سره د دغې ډلې د مشر ملا اختر محمد منصور، د وژنې هڅه وکړه، داسې ښکارې چې دا هڅه بریالۍ وه، ځکه د ملا منصور د مړینې خبر هم د امریکا متحده ایالاتو او هم د افغان حکومت له خوا تایید شوی دی.

دغه برید یوازې په هغه صورت کې منطقي بریښې چې طالبانو اوس مهال د سولې خبرو اترو ته هر ډول چمتووالی رد کړی وي او امریکا متحده ایالات، د ملا منصور له له منځه وړلو سره د یو منځلاري طالب مشر د راتلو هیله ولري.

له مياشتو راهيسې د سولې په اړه خبرې روانې دي چې يوه څلور اړخيزه ډله، يعنې د امريکا متحده آيالات، چين، پاکستان او افغانستان پکې يوه مېز ته سره کښېني. خو که څه پر طالبانو باندې د پردې تر شا د استخباراتي سازمانونو فشارونه او د دغې ډلې د خپلولو هڅې موجودې وې، د طالبانو له پاره ځانګړې شوې چوکۍ تل تشه پاته وه.

طالبان د پرمختګ په حال کې

د ملا مصنور برخليک په دې وټاکل شو چې دی د طالبانو د له نظره ډېر بريالی وو او مذاکرات يې په سړه سينه ردولی شول. آن مخکې له دې چې د ۲۰۱۵ کال په دوبي کې يې د قدرت واګي ټينګ کړل، ده په پټه د طالبانو مشري کوله. مخکينی مشر، يعنې هيبت ناک ملا عمر، هغه وخت د دوو کلونو راهيسې مړ وو. خو د هغه مرګ پټ ساتل شوی وو څو ملا منصور وکولای شي چې واک خپل کړي. کله چې دی په رسمي ډول مشر شو، نو يې په يو حيرانونکي ډول چې نړيواله پاملرنه هم ورواوښتله، خپله دنده پيل کړه. د تېر کال په دوبي کې طالبانو وکولای شول چې د آلمان د پوځ پخوانی مقر، يعنې د کندز ښار، د يو څو ورځو له پاره ونيسي. دوه کاله لا نه وو تېر شوي چې آلماني ځواکونه ورڅخه وتلي ول. يوازې په سختۍ او د ځانګړو ځواکونو او امريکايي هوايي ځواک په ملاتړ سره افغان اردو دغه سمبوليک ځای بېرته ونيولای شو. د افغانستان په نورو برخو کې هم طالبان د پرمختګ په حال کې دي. هغوی خپله ادعا کوي چې د هېواد په ۷۰ سلنه خاوره کې فعاليت لري. دا به هرومرو نا تائيد شوي تبليغات وي خو کېدای شي دغسې څرګندونې حقيقت ته د هغو راپورونو په نسبت ډېر نژدې وي کومو ته چې کابل مېشتی حکومت تل مثبت رنګ ورکوي. واقعيت دا دی چې ناټو په ډېرېدونکې کچه په جګړو کې ښکېلتيا ته اړ وځي او ماموريت يې ښايي د ۲۰۱۷ کال وروسته هم تمديد شي.

د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د مايوسۍ له کبله

آيا اوس به د طالبانو له يوه معتدل مشر سره نوی پيل وشي؟ دا به هرومرو د کابل، واشنګټن او اسلام آباد اصلي هيله وي. حتما به ديپلوماتان او استخبارات هڅه وکړي چې خبرو ته لېواله يو کس مشرۍ ته ورسوي. په دغه برخه کې د پاکستان نقش ته سترګې کږې دي. له ډېرې مودې راهيسې ويل کيږي چې دغه هېواد له طالبانو سره اړيکې لري. خو کېدای شي چې دغه کار هم پايله ونه لري. د ځای ناستي په صفت به احتمالي کانديدان د خپلو پلويانو پر وړاندې د ځان مطرح کولو لاره غوره کړي. دغه کار یوازې د حيرانونکو ترهګرو بريدونو او د ځايونو د نيولو د لارې ممکن دی. د ملا منصور د دورې لاسته راوړنې هغه شاخص دی چې ورڅخه بايد سړی واوړي.

تجربو ښودلې ده چې طالبان پرته له مرکزي مشرتابه هم کولای شي چې په سيمه کې ځايي برياليتوبونه لاس ته وروړي. جنګيالي يې خپل اهداف پرته له دې هم پېژني چې ورته له پاسه امر وشي، يعنې د کابل د حکومت پرځېدنه، د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل او ورپسې د يو اسلامپاله دولت جوړېدل لکه هغه چې په ۱۹۹۰ مو کلونو کې موجود وو. دا د سولې د مذاکراتو له پاره ښه لرليد نه دی. د امريکا متحده آيالات، کابل او اسلام آباد به يو بل هدف ولري. خو طالبان، چې خپله تګلاره بريالۍ بولي، کېدای شي يو لا سرسخته مشر ځان ته غوره کړي.

د ملا منصور وژنه به ښايي د مايوسۍ يوه کړنه اوسېدلي وي، نه هغسې يو منطقي سنجښت چې د يوې بلې مشرۍ لاندې به يوه نوي پيل ته لاره هواره شي.