1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

پاکستان: ځانمرگي برید ۱۹ تنه ووژل

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په «هنگو» سیمه کې د شعیه مسلمانانو پر یوه جومات باندې ځانمرگی برید شوی دی، چې په پایله کې یې ۱۹ تنه وژل شوي او په لسهاوو نور انسانان ټپیان دي. (انځور له ارشیف څخه)

د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ په حواله ځانمرگی برید کوونکی پر یوه موټرسایکل باندې سپور وو او په یوه تنگه کوڅه کې چې د شعیه گانو او سنیانو جوماتونه په کې پراته دي، خپل ځان والوزوه. دغه پېښه د جمعې په ورځ «د ۲۰۱۳م کال د فبروري میاشتې لومړۍ نیټه» رامنځ ته شوې ده.

د پولیسو ځایي مشر میا محمد سعید، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «دا یو ځانمرگی برید وو چې شعیه مسلمانان په کې په نښه شوي دي، خو په قربانیانو کې سنیان هم شامل دي، ځکه چې دغه ځای ته څیرمه یو جومات او یو شمیر دوکانونه هم پراته دي. موږ د ځانمرگي برید کوونکي سر موندلی دی، چې دغه ځای ته په موټر سایکل راغلی وو.» هغه زیاته کړې ده چې په دغه برید کې ۱۹ تنه وژل شوي او نور ۳۳ تنه ټپیان شوي دي.

د پولیسو په خبره دغه چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې شعیه مسلمانان د جمعې تر لمانځه وروسته له جومات څخه د وتلو په حال کې ول او سنیان د لمانځه ادا کولو له پاره خپل جومات ته روان ول.

د امتیاز شاه په نوم د پولیسو یوه چارواکي ویلي دي: «د شعیه گانو او سنیانو دواړه جوماتونه یو بل ته ډیر نزدي دي.»

د هنگو سیمه د پاکستان قبایلي سیمو ته څیرمه پرته ده چې ویل کيږي په دغو سیمو کې د طالبانو او القاعدې شبکې پاخه سنگرونه پراته دي. دغه سیمه له افغانستان سره هم اوږده گډه پوله لري.

لا تر اوسه پورې د دغې چاودنې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. تر دې مخکې د جنوري د میاشتې پر نهمه نیټه د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې غبرگو ځانمرگو بریدونو ۹۲ تنه هزاره گان وژلي ول.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې ۲۰۱۲م کال په پاکستان کې د شعیه گانو له پاره خونړی کال وو، چې په کې ۴۰۰ تنه شعیه گان وژل شوي دي.