1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

پاکستان: ستري محکمې گیلاني بیا رابللی دﺉ

د پاکستان سترې محکمې د دغه هیواد لومړی وزیر د ولسمشر پر ضد د درغلیو د دوسیي د نه پرانیستلو له کبله د محکمې د سپکاوي په تور تورن کړی دﺉ. دغه نوی کړکیچ ښايي لومړی وزیر خپلي څوکۍ پریښودلو ته اړ کړي.

د پاکستان د ستري محکمې او دولت تر منځ شخړه دوام لري

د پاکستان د ستري محکمې او دولت تر منځ شخړه دوام لري

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا گیلاني، د پنج شنبې په ورځ پارلمان ته وویل چې هغه به د محکمې په وړاندي حاضر شي. د پاکستان ستري محکمې د پنج شنبې په ورځ پریکړه وکړه چې یوسف رضا گیلاني د فبروري په ۱۳مه نیټه راوبلي.

که پر گیلاني باندي لگول شوی تور ثابت شي نو کیدای شي چې هغه له خپلي دندي کوښه او په شپږو میاشتو بند محکوم شي.

د پاکستان ستري محکمې د ۲۰۰۹م کال راهیسي له دولت څخه غوښتي دي چې د سویس له هیواد خخه وغواړي چي د ولسمشر آصف علي زرداري پر وړاندي د درغلیو دوسیه پرانیزي. خو دولت د دغه کار له تر سره کولو څخه ډډه کوي او وایي چې ولسمشر د محاکمه کیدو څخه خوندی دئ.

د گیلاني وکیل اعتزاز احسن، د پنج شنبې په ورځ کوښښ وکړ چې د محکمې قاضیان په دې قانع کړي چې د لومړي زیر پر ضد د محکمې د سپکاوي تور له منځه یوسي، خو له پنځو ساعتونو بحثونو وروسته محکمې پریکړه وکړه چي دغه تور پر ګیلاني ولګوي.

د دولت ملاتړ کوونکي وایي چې محکمه کوښښ کوي چې ولسمشر زرداري له خپلې څوکۍ کوښه کړي او دلیل ئې د قاضی القضات او ولسمشر تر منځ ترینګلیتا په گوته کوي. د دې سربیره هغوي دا ادعا هم کوي چې د پاکستان پوځ د پردي تر شا پر دولت فشار ډیر کړي دﺉ.

سربیره پر دې د پاکستان د پوځ په لیوالتیا، محکمې د یوې بلي دوسیې په څیړلو هم زرداري له گواښ سره مخامخ کړی دﺉ. دغه دوسیه د هغه غیر رسمي لیک په اړه ده چې په کې له پینټاگون څخه د پاکستان د ملکي حکومت پر وړاندې د پوځ له لوري د احتمالي پوځي کودتا پر وخت د مرستي غوښتنه شوې وه. دا په داسي حال کي ده چې د پاکستان دولت په دې اړه هر ډول تورونه ردوي.

د امریکا متحده آیالات له پاکستان څخه غواړي چې د طالبانو او افغان دولت تر منځ د سولې په خبرو اترو کې مرسته وکړي. د سولې په خبرو کې د پاکستان رول ځکه مهم ګڼل کیږي چې دغه هیواد د اورپکو له ډلو سره قوي او تاریخي اړیکي لرلي چې د ډیرو کسانو په آند دغه اړیکي تر اوسه پوري دوام لري.

دا په داسي حال کې ده چي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري د پنج شنبې په ورځ وویل چې که چیري افغان دولت وغواړي چې هیواد ئې پر طالبانو او د هغوی پر ملگرو فشار راوړي چې د سولي له بهیر سره یو ځای شي دوي دې کار ته چمتو دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش

DW.COM