1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

پاکستان د CIA پنځه سيمه ييز کارکونکي نيولي

د پاکستان استخباراتي ادارېISI ، پنځه تنه پاکستانيان د امريکا استخباراتي ادارې CIA ته د جاسوسۍ په تور نيولي دي. ويل کيږي چي په دې کسانو کي د هغه هيواد د پوځ يو غړی هم شامل دی.

د پاکستان صدراعظم يو سف رضا گيلاني او د ISI مشر احمد شجا پاشاه

د پاکستان صدراعظم يو سف رضا گيلاني او د ISI مشر احمد شجا پاشاه

نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي چي، دغه کسان په دې تور نيول سوي چي، د امريکا د استخباراتي شبکې سره يي د څو مياشتو له پاره د اسامه بن لادن د وژني د عملياتو د پلانولو پر مهال همکاري کړې ده.

د ورځپاڼي په راپور کي د يو امريکايي چارواکي له خولې چي نوم يي پټ ساتل سوی ليکل سوي چي د پاکستان د استخباراتي سازمان لخوا د نيول سويو کسانو په ډله کي يو د پاکستان د پوځ يو غړی شامل دی.

ويل کيږي چي دغه کس د اسامه د وژني د عملياتو څخه تر مخه د هغه کور ته د تګ راتګ کونکو موټرانو نمبر پليتونه کاپي کړي ول.

د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا د دغو کسانو نيول د پاکستان او امريکا ترمنځ د اړيکو ترنګلوالی په داسي حال کي ښيي چي ولسمشر اوباما غواړي د دواړو هيوادونو اړيکي د اوسني حالت څخه وباسي.

د متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې مرستيال، مايکي مورل، د امريکا د سنا د استخبارا تي معلوماتو کمېټې ته ويلي چي که د امريکا سره د پاکستان همکاري و ارزوي نو دغه هيواد ته به د لسو نمرو څخه يوازي دري ورکړي.

څيړونکي وايي چي په پاکستان کي د اسامه بن لادن وژني ددغه هيواد د پوځيانو پرستيج ته زيان ورساوه. د پاکستان د پوځيانو شرمنده ګي خو له دې وجي نه وه چي دغه ځواک په پاکستان کي د اسامه بن لادن د پيدا کيدو څخه عاجز پاته سوی ؤ. ويل کيږي چي بن لادن د پنځو کلونو څخه په پاکشتان کي اوسيده.

له بلي خوا دغه عمليات بېله دې چي د پاکستان پوځ ځني خبر سي تر سره سوي چي دا د پاکستان له پاره ډير د شرم ځای و.

د پاکستان د پوځ او متحده ايالاتو تر منځ اړيکي وروسته له هغه خړي پړي سوې چي د جنورۍ په مياشتي کي د امريکا د استخبارتو يو غړي په لاهور کي دوه ملکي پاکستان ووژل.

په پاکستان کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د عملياتو راتلونکې هم روښانه نه ده. ځکه چي د دغو عملياتو په وړندي په پاکستان کي ډير زيات مخالفت موجود دی.

ورځپاڼه د امريکايي چارواکو له خولې ليکي چي د پاکستان استخباراتي اداره په دغه هيواد کي د امريکا د استخباراتي ادارې سره همکاري ته کمه ليوالتيا ښيي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل

DW.COM