1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

پاکستان د گډو گټو ټولنې Commonwelth څخه ويستل شو

اسلام آباد: پاکستان عمل وغانده او د بهرنيو چارو وزارت ويلی دی، چې دغه تصميم پر ځای نه دی او د دغه هېواد اوسنی حالت په نظر کې نه دی نيول شوی.

د گډو گټو ټولنې دهېوادونو بيرغونه

د گډو گټو ټولنې دهېوادونو بيرغونه

د گډو گټو ټولنې عمومي منشی دون ميک کينون دغه تصميم په پاکستان کې د بيړنو حالت له امله بللی دی. کله چې دغه حالت پای ته ورسول شی او دموکراسي بیرته منځ ته راوستل شی، بيا به پاکستان بيرته د دغې ټولنې غړيتوب تر لاسه کړی.

د انگلستان ملکې مېرمن اليزابت، د اوگندا په پلازمېنه کامپلا کې د گډو گټو ټولنې د دولتونو غونډه افتتاح کړه.