1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

پاکستان: د موټر د چپه کیدو په پېښه کې ۱۶ کسان ووژل شول

په پاکستان کې د پنجشنبې په ورځ د موټر د چپه کیدو په یوه پېښه کې ۱۶ کسان ووژل شول او شاوخوا شل نور ټپیان شول. پېښه د پاکستان د پلازمینې اسلام آباد په ۲۰۰ کیلومتري کې پیښ شوې ده. د وژل شوو کسانو په ډله کې دوه ماشومان او یوه ښځه هم شامله ده.