1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

پاکستان د مشرف پر الوتکې باندې ډزې رد کړې

د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د جمعې په ورځ د پټو ادارو په وينا له يو بريد څخه روغ راوتلی دی. پاکستان اوس په رسمي توگه دا خبره رد کړې ده.

په روالپنډۍ کې د مشکوکې پېښې ځای

په روالپنډۍ کې د مشکوکې پېښې ځای

پخوا ويل شوي وو چې په روالپنډۍ کې د هوايي ډگر د نظامي برخې څخه د طيارې د پرواز پر مهال پرې ډزې وشوې. دغه څرگندونې د څارگرې ادارې يوه کارکونکي وکړې چې نه يې غوښتل خپل نوم ياد کړي. د پاکستان پوځ دغه خبره رد کړې ده. الوتکه بې له ځنډه د هېواد په جنوب لويديځ کې پراته توربت نومي ښارگوټي کې کښته شوه چيري چې ولسمشر د نيز ځپلو له سيمې څخه ليدنه کوله. په روالپنډۍ کې د هوايي ډگر د يوې ودانۍ پر بام باندې يو راکټ لنچر او يو مشيندار وموندل شو. د ټلويزيون خبريالانو ويل چې يو توغندی هم توغول شوی و. ورپسې امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړه. ويل کيږي چې بريد کونکي د القاعدې ډلې پورې اړه لري.