1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

پاکستان: تر سلو زیات پوځیان د واورو لاندې شوي دي

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې د شنبې په ورځ د هند پولې ته څیرمه د سیاچین په لوړه یخه سېمه کې د واورې د ښویدو له امله له سلو څخه زیات پاکستاني پوځیان تر واورو لاندې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان یو شمیر ځایي تلویزونونو بیا خبر ورکړی دئ چې د ۱۵۰ څخه زیات سرتیري واورو لاندې کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس، ویلي دي چې د شنبې په ورځ سهار ښپږ بجې برف کوچونو د پاکستاني سرتیرو یو پوځي کمپ لاندې کړ. د هغه په خبره په دې ترڅ کې له سلو څخه زیات پوځیان واورو لاندې شوي دي.

عباس زیاته کړې ده چې د ژغورنې ډله د پېښې ځای ته استول شوې ده. د هغه په وینا په دې اړه به نور معلومات وروسته وړاندې کړای شي چې دغه پېښې څومره کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده.

د سیاچین سېمه د پاکستان او هندوستان تر منځ د کشمیر سېمې ته نزدې پرته ده او د دواړو هیوادونو په زرونو پوځیان پکښې مېشت دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش