1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

پاکستان: افغانستان بايد په احتياط عمل وکړي

وروسته ترهغې چي افغانستان د هندوستان سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړ، پاکستان د پيج شنبې په ورځ افغانستان ته ګواښ وکړ، چي مسولانه عمل به وکړي. پاکستان دغه څرگندوني په يو ډيرحساس وخت کي کوي.

آصيف علي زرداري

آصيف علي زرداري

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندي، تمينه جونيجيو، خبريالانو ته وويل، چي په اوسنيو حساسو شرايطو کي بايد افغان چارواکي مسؤلانه عمل وکړي. هغي زياته کړي چي اوس وخت د سياست بازۍ نه دي.

 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت څرگندوني د هغه هيواد د لومړي وزير تر څرگندونو ډيري مستقيمي وې. د پاکستان لومړي وزير ويلي ول، چي پاکستان او افغانستان دوه مستقل هيوادونه دي چي کولاي شي هر هغه څه چي غواړي تر سره يې کړي.

 

افغانستان له هندوستان سره په داسي وخت کي دغه ستراتيژيک تړون لاسليک کړی، چي له پاکستان سره يې تر بل هر وخت اړيکي ترينگلي دي.

 

افغانستان پر پاکستان د تروريزم څخه د ملاتړ تور لګوي او وايي چي د دغه هيواد استخباراتي اداره د افغانستان د سولي د عالي شورا د مشر په وژنه کي لاس درلود. پاکستان بيا دغه تورنه ردوي او وايي، چي دغه هيواد پخپله د تروريزم قرباني دی.

 

د هندوستان سره د افغانستان د نوي ستراتيژيک تړون له مخي به دغه هيواد اوس د افغان امنيتي ځواکونو په روزلو کي لا پياوړۍ رول ولري. دا هغه څه دي چي پاکستان يي په خپل ضرر بولي.

 

د هند او افغانستان د نوي ستراتيژيک تړون ترلاسليک کولو وروسته په پاکستان کي د هند د نفوذ په اړه انديښني لا په سي ډيري سوې.

 

افغان ولسمشر، حامد کرزي، هم د دغه اندوښنو په درک سره کوښښ وکړ، چي پاکستان يو څه ارامه کړي خو ښايي دغه خبري اوس په پاکستان کي ډير مؤثريت و نه لري.

 

کرزي په هندوستان کي پاکستان ته د ورور هيواد خطاب وکړ او وويل:

 

«پاکستان د افغانستان غبرګوني ورور دی او هندوستان يي يوازي يو ملکری هيواد دی.»

 

يو پاکستاني کارپوه، طلعت مسعود، ويلي، چي د افغانستان او هندوستان تر منځ نوی تړون به په پاکستان کي انديښني لا په سي ډيري کړي. هغه زياته کړې، چي پاکستان په افغانستان کي تل د هندوستان له نفوذ څخه انديښنه لري.

 

افغانستان يوازينۍ هيواد نه دی، چي په دې وروستيو کي يې د پاکستان سره اړيکي ډيري ترينگلي سوي دي. بلکي تر د پاکستان اړيکي اوس تر بل هر وخت د امريکا سره ډيري خړي پړي دي.

 

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل

DW.COM