پاکستاني قصاب د خپلي سزا د کره کتني غوښتنه کړي | آلمان او نړۍ | DW | 29.07.2011
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

پاکستاني قصاب د خپلي سزا د کره کتني غوښتنه کړي

د ممبي د 2008 کال د بریدونو یوازیني ژوندي نیول شوي بریدکونکي د هندوستان له ستري محکمي څخه غوښتي چي د ده د اعدام حکم تر کره کتني لاندي ونیسي. دغه خبره د هندوستان د ستري محکمي یوي منبع هم تایید کړي

پر ممبيي د 2008 کال د بریدونو یوازینی ژوندی نیول شوی برید کونکي، اجمل قصاب

پر ممبيي د 2008 کال د بریدونو یوازینی ژوندی نیول شوی برید کونکي، اجمل قصاب

د ستري محکمي دغي منبع ویلي چي محمد اجمل قصاب د هغه زندان د مسولینو له لاري چیري چي دی ساتل کیږي، د هندوستان ستري محکمي ته درخواست کړی چي د ده د اعدام حکم تر کره کتني لاندي ونیسي.

د هندوستان د ستري محکمي دغي سرچیني چي نه غواړي نوم یي واخیستل شي، وایي چي قصاب د «ارتور رود» د زندان د چارواکو له لاري د خپل د اعدام د حکم د کره کتني غوښتنه کړي.

پاکستاني قصاب د هغو لسو کسانو په ډلي کي یوازینی ژوندی نیول شوی کس دی چي په 2008 کال کي یي د هندوستان په پلازمیني، ممبيي برید تر سره کړ.

23 کلن قصاب د خپلي اعدام د سزا د کره کتني لومړنی درخواست د فبروري په میاشتي کي د هندوستان محکمي ته کړي وه او غوښتي وه چي د ده د اعدام سزا تر کره کتني لاندی ونیول شي.

د قصاب لخوا د هغه د قضيي د کره کتني درخواست کول هغو وکیلانو هم تصدیق کړی چي پخوا د ده په قضیي کي دخیل ول.

د هندوستان په قانون کي د اعدام سزا شته. دغه سزا د ډیرو سختو جرمونو لپاره ورکول کیږي. اوس مهال پر قصاب د محکمي لخوا د هندوستان په وړاندي د جګړي، قتل، د قتل کولو د کوښښ او د تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو تورونه اثبات شوي د کومو لپاره چي ده ته د اعدام سزا هم ورکړل شوي ده.

که د هندوستان ستره محکمه هم د قصاب د سزا د کره کتني درخواست رد کړي، دی کولای شي چي د اخري منبع په توګه د هندوستان ولسمشر ته خپل درخواست وړاندي کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل

DW.COM