1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

پاکستاني طالبانو یو اړخیزه یو میاشتنی اوربند اعلان کړ

په پاکستان کې د دولت او یاغیانو تر منځ د خبرو اترو تر ناکامیدو وروسته، طالبانو د یوې میاشتې له پاره د اوربند اعلان کړی دی. په وروستیو وختونو کې پاکستاني پوځ د یاغیانو پر احتمالي اډو باندې خپل بریدونه ډیر کړي دي.

د پاکستاني طالبانو یوه ویاند د شنبې په ورځ د دې هیواد له دولت سره یو میاشتینی اوربند اعلان کړ. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو بهیر ناکامه شوی وو.

د پاکستاني طالبانو له خوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي دي: «د طالبانو ستره مشري ټولو فرعي [جنگیالیو] ډلو ته هدایت ورکوي چې د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند درناوی وکړي او هغه مرعات کړي. له دې سره هغوی باید له خپلو ټولو جهادي فعالیتونو څخه په دې موده کې [د یوې میاشتې له پاره] لاس واخلي.»

دغه یو اړخیزه اوربند تر هغه وروسته اعلانیږي چې د طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ خبرې اترې ناکامه شوې. په وروستیو اوونیو کې د پاکستان هوايي ځواک له افغانستان سره پر پوله د یاغیانو پر احتمالي اډو باندې بریدونه کړي دي. پر دې سربیره ویل کیږي چې د دې هیواد پوځ به په شمالي وزیرستان کې عملیات هم په لاره واچوي.

DW.COM