1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

پاړه چنار کې د چاودنو د قربانیانو شمیر ۵۱ تنو ته لوړ شو

د پاکستان په شمال لویدیځ پاړه چنار کې په دوو بمي چادونو کې د وژل شوو کسانو شمیر ۵۱ تنو ته لوړ شوی دی. دغه دواړه ځانمرګي بریدونه د جمعې په ماښام رامنځ ته شوې ول.

د کرمې ایجنسۍ په عمومي ښار پاړه چنار کې دغه بریدونه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای ۲۶مه) د روژه ماتې لږ څه مخکې رامنځ ته شوي وو. دغه سیمه د افغانستان پولې ته څیرمه پرته ده.

د کرم ایجنسۍ یوه جګپوړي دولتي چارواکي ریاض محسود، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د ځانمرګي بریدونو په ترڅ کې د وژل شوو کسانو شمیر۵۱ تنو ته لوړ شوی دی.» تر دې دمخه چارواکو د ۴۱ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړی وو. د محسود د وینا له مخې په دغه برید کې تر ۱۵۰ زیات کسان ټپیان شوي هم دي.

د محسود د وینا له مخې دوی، اوس هم د ټپي شوو کسانو په اړه د معلوماتو په راټولو بوخت دي، ځکه چې په وینا یې ډیری ټپیان د کوهاټ روغتون ته هم انتقال شوي دي.

د ځایي روغتون مشر، صابر حسین هم د وژل شوو کسانو نوی شمیر تایید کړ. د پاړه چنار د چارواکو د وینا له مخې دواړه ځانمرګي بریدونه د عامو خلکو په منځ کې تر سره شوي دي.

تر دې د مخه د جمعې په ورځ محسود د فرانسې خبري آژانس ته ویلي وو: «موږ د ځانمرګي برید کوونکو په شمول د ډیرو خلکو د بدن اعضا موندلي دي.»

د چارواکو د وینا له مخې دغه بریدونه چې په کوم ځای کې تر سره شوي دي، زیاتره برخه یې شیعه ګان جوړوي. د هغوی د وینا له مخې  د قربانیانو هویت تراوسه پورې پوره څرګند شوی نه دی.

لا تر اوسه د دغه بمي برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو په پاکستان کې د شیعه مذهبو پر وړاندې د سني افراطیانو بریدونه مخ پر زیاتیدو دي. شیعه ګان د پاکستان د ۱۸۰ میلیونه نفوس کابو شل سلنه جوړوي.