1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

پاپ: د مسلمانانو سره خبري اتري ډيري مهمي دي

د کاتوليکي مسيحيانو مذهبي مشر پاپ بېنډيکټ 16 د المان په رسمي سفر دی. نوموړي د سفر پر دويمه ورځ په برلين کي د مسلمانانو د استازو سره وليدل.

پاپ په اېرفورت کي

پاپ په اېرفورت کي

پاپ په برلين کي د مسلمانانو د 15 استازو سره د ليدنې پر وخت وويل چي د مسيحيانو او مسلمانانو تر منځ خبري اتري زښت زيات اهميت لري. پاپ زياته کړه چي دا يوه داسي پروسه ده چي بايد په دوامداره توگه ورته پاملرنه وسي.

د کاتوليکيانو مذهبي مشر زياته کړل چي د کاتوليکي کليسا لخوا به پدې ترځ کي هلې ځلي دوام ولري. نوموړي د ډيالوگ لاره د دې لپاره مهمه وبلله چي بېلابيل دينونه پدغه نړۍ کي په سوله سره يو د بل تر څنگ ژوند وکړلای سي.

کاتوليکي مشر په المان کي د مسلمانانو او عيسويانو تر منځ د اړيکو وضعه ډېره ښه وبلله. نوموړي وويل چي پدغه هيواد کي د دواړو دينونو منځنۍ اړيکي پر اعتبار، احترام او درناوي ولاړي دي. نوموړي پر دې ټينگار وکړی چي ښې اړيکي هغه وخت لا پسي بهتره کېدلای سي چي يو د بل په هکله ځان خبرول او پېژندل دوام ولري.

د ملاقات پر وخت د په المان کي د کاتوليکي کلېسا د اسقفانو رئيس رابرټ څوليش وويل چي کاتوليکي کليسا په المان کي هڅي کوي چي د ټولو دينونو او مذهبونو تر منځ اړيکي لا ټينگي او بهتره سي. نوموړي زياته کړل چي د مسلمانو او د عيسويانو گډ ارزښتونه دا دي چي د سولي او عدل لپاره کار وسي.

د مسلمانانو د پلاوي يوه غړي موهنند خورشيدي چي د المان د ميونسټر ښار په پوهنتون کي د اسلامي روزنې استاد هم دی، د ليدني وروسته وویل:

« دا چي پاپ بېنډيکټ په المان کي د مسلمانانو د استازو سره وکتل، د مسلمانانو په وړاندي د احترام يو عمل ؤ.»

پاپ بېنډيکټ شپاړسم په برلين د مسلمانانو د استازو سره د ليدنې وروسته د المان و اېرفورټ ښار ته تکل وکړی. نوموړی ښار د پروتستانت مذهبو لپاره د مارتن لوتر له کبله ډېر مهمه ده. د پاپ د سفر دويمه ورځ د دې لپاره ځانگړې سوې ده چي د بيلابيلو دينونو د استازو سره وويني.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سيد رياض

DW.COM