پاپ بنديکت شپاړسم په روم کي ۴۰۰۰۰ ځوانانو ته هرکلی ووايه | دويچه ويله پښتو | DW | 30.12.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

پاپ بنديکت شپاړسم په روم کي ۴۰۰۰۰ ځوانانو ته هرکلی ووايه

پاپ بنديکت شپاړسم د تايزې د مذهبي ټولنې تقريبا۴۰۰۰۰ پلويانو ته په روم کې هر کلی ويلی دی. د پېترسدوم په کليسا کې د عبادت پر مهال يې پر ځوانانو غږ وکړ، چې د عيسويانو تر منځ دې يووالي ته کار وکړي. پاپ ژمنه وکړه چې، کاتوليکي کليسا به هم د بېلابېلو مذهبونو تر منځ د پخلاينې لارې چارې ولټوي. د ځوانانو د غونډې پروتستانت او اورتودوکس ګډونوالو ته يې خاص هر کلی ووايه. د جنورۍ تر ۲مې نېټې پورې به د روم په لويو کليساوو کې ګډ عبادتونه او د ټولنيزو او سياسي پوښتنو په اړه بحثونه وشي. تېر کال برلين د دغې غونډې کوربه وو.