1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

پارلمان: امنیتي تړون باید ثبات راولي

ولسي جرگې د کابل او واشنگټن تر منځ د امنیتي تړون تر لاسلیکیدو یوه ورځ وروسته په افغانستان کې د سولې د راتلو غوښتنه وکړه. یو شمیر استازو د امریکايي سرتیرو له قضایي مصوونیت سره مخالفت وکړ.

پلان شوې ده چې د کابل – واشنگټن امنیتي تړون د افغانستان د پارلمان له خوا هم تایئد شي. استازو هیله څرگنده کړه چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو او امریکا د پاتې کیدو په پایله کې به د افغان امنیتي ځواکونو له روزنې سره مرسته وشي او د هلمند په څیر ولایتونو کې به د طالبانو د پرمختگ مخه ونیول شي.

افغان امنيتي ځواکونه اوس هم یو پیاوړې هوايي ځواک او درنې وسلې نه لري. استازو په دې اړه هم هیله څرگنده کړه چې په راتلونکې کې به دغه تشه هم ډکه شي. د روان کال په اوړي کې د طالبانو د بریدونو د ډیریدو یو لامل د هوایي بریدونو ختمیدل په گوته شوې دي. افغان امنیتي ځواکونو هم ویلي دي چې د هوایي بریدونو د ختمیدو له کبله په افغانستان کې د ملي اردو او پولیسو د مرگ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

په عین حال کې د پارلمان یوه استازې عبدالستار خواصي، د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې په ځیرتیا سره د کابل – واشنگټن د امنیتي تړون د لوستلو غوښتنه وکړه. هغه وویل: «زه فکر کوم کله چې دغه تړون [ولسې جرگې ته] راځي، نو موږ یې باید خط په خط ولولو. په خاصه توگه د قضايي مصوونیت برخه.»

په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو قضایي مصوونیت د تړون د متن د جوړیدو پر مهال یوه شخړیزه موضوع وه او دواړو اړخونو ورباندې ډیرې خبرې اترې وکړې. خو بیا وروسته پریکړه وشوه چې افغان حکومت دا موضوع ومني.
د کابل – واشنگټن په امنيتي تړون کې راغلي دي چې افغانستان به امریکا متحده ایالاتو ته اجازه ورکړي چې د خپلو سرتیرو پر وړاندې دیسپلیني او قضايي چارې په خپله خاوره کې پر مخ یوسي. په متن کې زیاته شوې ده چې د اړتیا په صورت کې به پخپله امریکا دغه چارې د افغانستان په خاوره کې هم پر مخ یوسي.

د دغه تړون له لاسلیکیدو سره به امریکا او ناټو تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان خپل حضور ته دوام ورکړي او له ترهگرۍ سره به په مبارزه کې د افغانستان د حکومت مرسته وکړي. امریکا به د دې تړون له مخې په افغانستان کې نهه پوځي اډې ولري.

د نیابتي جگړې مخنیوي

په افغانستان کې داسې ویره موجوده ده چې له دې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو ورسته به یو ځل بیا کورنۍ جگړه پیل شي. تر هغه وروسته چې د اتیایمې لسیزې په پای کې روسي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، په دې هیواد کې د واک خلا رامنځ ته شوه چې په پایله کې یې کورنۍ جگړې پیل شوې. هغه وخت د افغانستان پر گاونډیو هیوادونو باندې تور لگول کیدو چې د بیلابیلو ډلو له ملاتړ سره په افغانستان کې یوه نیابتي جگړه پر مخ وړي. د افغانستان د پارلمان استازو هیله څرگنده کړه چې د امریکا او ناټو د حضور له دوام سره به د هغوی په خبره گاونډي هیوادونه او استخباراتي سازمانونه په افغانستان کې د پوځي مداخلې توان و نه لري.

ډیر شمیر استازو ټینکار وکړ چې امنیتي تړون به په افغانستان کې د سولې لامل شي خو یو شمیر نورو بیا د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د ملکي تلفاتو په اړه اندیښنه څرگند کړه. په پارلمان کې د هرات ولایت استازي قاضي نظیر احمد حنفي، وویل: «زموږ ارزښت د نورو هیوادونو تر حیواناتو ډیر دی. په هغه ځای کې څوک د یوه حیوان د وژلو حق نه لري خو په افغانستان کې که یوه امریکا یو افغان مسلمان وواژه نو قضايي مصوونیت لري.»

د امنیتي تړون له مخې امریکایي ځواکونه نه شي کولای چې د افغان دولت له اجازې پرته کوم عملیات ترسره کړي. پر دې سربیره بهرني ځواکونه مقدسو ځایونو لکه مسجدونو ته نزې عملیات نه ترسره کوي. په عین حال کې که د افغانستان ارضي تمامیت له گواښ سره مخامخ وي نو امریکا د دغه هیواد ملاتړ کوي.

DW.COM