1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

لوبي

ټول هیوادونه د لندن د المپیک له لوبو څخه هیلې لري

په لندن کې له کلونو راهیسې د ۲۰۱۲ کال د المپیک د لوبو له پاره چمتوالی نیول شوی وو. دغه لوبې نن «جمعه د جولای د میاشتې ۲۷مه نیټه» د انګلستان د ملکې له خو پرانیستل کیږي.

د المپیک د لوبو مشعل د انګلستان په شاوخوا ټولو ښارونو کې ګرځول شوی دﺉ. لندن ته له ۱۰۰۰۰ څخه ډیر ورزشکاران رسیدلي دي او د المپیک د لوبو د پیلیدو انتظار باسي. ان د لندن هوا ښايي د المپیک د لوبو د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له خپل عادي حالت څخه ښه وي.

المان د المپیک له لوبو څخه سترې هیلې لري

المان د المپیک لوبو ته څه نا څه ۴۰۰ ورزشکاران استولي دي. دغه شمیره په ۲۰۰۸ کال کې د پیکینگ د المپیک لوبو ته تر استول شوو ورزشکارانو څخه ټیټه ده خو بیا هم داسې هیلې شته چې المان به د لندن د المپیک په لوبو کې هم د پیکینگ په شان بریالیتوبونه ولري.

المان په ۲۰۰۸ کال کې د بیجینګ د المپیک په لوبو کې ۴۱ مډالونه گټلي ول.

المان په ۲۰۰۸ کال کې د بیجینګ د المپیک په لوبو کې ۴۱ مډالونه گټلي ول.

المان په ۲۰۰۸ کال کې د پیکینگ د المپیک په لوبو کې ۴۱ مډالونه گټلي ول چې د هغوی په ډله کې ۱۶ د سروزرو، لس د سپینو زرو او ۱۵ د برونزو مډالونه ول.

له تاریخي نظره المان د منډو او میداني لوبو او همداراز د پیړیو د څغاستي او د لامبو په سیالیو کې د بریالیتو ډیر چانسونه لري. د دیسک د گوزارولو به سیالیو کې المان یو ډیر ښه ورزشکار لري چې رابرت هارتینګ نومیږي. هغه کیدای شي چې د لندن د المپیک په سیالیو کې د خپل هیواد له پاره د سررو زرو مډال وګټي. د المان بله ورزشکاره نادین کلینیرت نومیږي چې هغې پورې هم د لندن له لوبو څخه د سرو زرو د مډال د ګټلو ډیرې هیلې تړلي دي.

د المان یوه بله ورزشکاره بریتا ستیفن ده چې د پیکینگ د المپیک په لوبو کې ئې د ازادې لامبو په ۱۰۰ متره او ۵۰ متره سیالیو کې دوه د سروزرو مډالونه گټلي ول. هغه د لندن د المپیک په سیالیو کې بیا گډون کوي. المان د نارینه وو په هاکي کې هم د سروزرو د مډال د گتلو ډیر چانس لري.

سابقه کاره او نوي ورزشکاران

د لندن د المپیک په سیالیو کې پر ډیرو مشهورو ورزشکارانو سربیره یو شمیر نوي نومونه هم گډون کوي. په دې سیالیو کې به سپرینتر اوسکار پیستوریوس، لومړۍ داسې وگړی وي چې د دواړو پښو پر نه لرلو سربیره به هم د منډو په سیالۍ کې گډون وکړي. په همدې حال کې سعودي عربستان هم د لندن د المپیک سیالیو ته د لومړي ځل له پاره ښځینه ورزشکاران استولي دي.

سپرینتر اوسکار پیستوریوس

سپرینتر اوسکار پیستوریوس

په دې سیالیو کې به همداراز «گوار ماریال» پرته له دې چې په کوم هیواد پورې تړاو ولري د مراتون منډې ووهي. هغه به دا کار د المپیک تر بیرغ لاندې تر سره کړي.

افغانستان هم د لندن د المپیک سیالیو ته یوه ډله استولې ده. په دې ډله کې روح الله نیکپا هم شامل دئ. هغه وایي چې دا ځل به د لندن د المپیک په لوبو کې د سرو زرو مډال وگټي.

هر هیواد لندن ته خپل استازي استولي دي او له هغوی څخه د سروزرو د مډالونو د گټولو هیلې لري. همدا هیلې د لندن د المپیک د لوبو ځانگړتیا ده.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم