يو گلابي رنگه آلماس په ۵۰ ميليون ډالرو وپلورل شو
۱۳۹۷ آبان ۲۳, چهارشنبه۱۹ قيراطه مستطيل شکله برش شوی دا د «Pink Legacy» په نوم آلماس د سه شنبې په ورځ د ژنيو په کرستيز کې چيرته چې تل سترې بولۍ تر سره کيږي، په ۵۰ ميليونه امريکايي ډالرو وپلورل شو.
د کرستيز شرکت له خوا ويل شوي چې د ډبرو مشهور پلورونکی (زرگر) هیري وينستون دا آلماس رانيولی دی. خو د پلورونکي په هلکه معلومات نه دي ورکړل شوي.
انتظار کيده چې دا آلماس به د ۳۰ او ۵۰ ميليونو ډالرو ترمنځ وپلورل شي. د کرستيز شرکت له خوا ويل شوي چې دا آلماس د قیراط په سر په داسې لوړې بيې وپلورل شو چې تر دې مخکې ساری نه لري. په دې ترتیب سره نو «Pink Legacy» په دې ډول بوليو کې پلورل شوی دويم تر ټولو قيمتي آلماس شو.
د کرستيز له خوا ويل شوي چې دا ډبره د خپل کيمياوي جوړښت له کبله د «vivid» په کتگورۍ کې درجه بندي شوې وه چې دا د گلابي رنگه آلماسو څخه هغه دي چې تر ټولو زيات خالص وي.
د ډبرې منځ د هر ډول کرښو پاک دی او د پلاتينوم پر يوه حلقه نصب شوې ده. دا آلماس يو وخت د اوپنهايمر د کورنۍ ملکيت وو چې د «دي بيرز» په نامه د آلماس د گاڼې د جوړولو شرکت یې په نړۍ کې د آلماسو يو له سترو شرکتونو څخه دی.
زموږ له آرشيف څخه: