1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

يو آلمانۍ په افغانستان کې حملې پلانوی

فرانکفورت: د آلمان فدرالي جنايي ادارې BKA يو وياند دا خبره تاييد کړی ده، چې يو آلمانۍ اسلامست په افغانستان کې د بريدونو پلان جوړ کړی دی.

په افغانستان کې آلماني عسکر

په افغانستان کې آلماني عسکر

داسی اټکل کېږی، چې دغه شل کان هلک اوس په پاکستان کې دی. د ده د حملو هدف آلماني عسکر، پوليس په کندوز، مزارشريف او کابل کې دی.

يوه آلماني ژبی انترنت پانه «فوکوس انلاين» Focus online زياتوی، چې د آلمان فدرالي جنايي ادارې Bundeskriminalamt په کابل کې د آلمان سفارت ته خبردارئ ورکړی او هم يي د دغه آلماني اسلامست عکس ورلېږلی دی.