يو آخيم ګاوک نن په رسمي ډول په خپل کار پیل کوي | دويچه ويله پښتو | DW | 19.03.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

يو آخيم ګاوک نن په رسمي ډول په خپل کار پیل کوي

د المان نوی ټاکل سوی ولسمشر يوآخيم ګاوک نن په برلين کي په رسمي ډول په خپل کار پیل کوي. د ده د خبرو په آجنډا کي د بايرن د آيالت له صدراعظم سره خبري شاملي دي، چي د مؤقت وخت له پاره ئې د جمهوري رياست د مقام تشه ډکه کړې وه. سربيره پر دې به دی د مستعفي ولسمشر، کريستيان وولف سره هم وګوري. ۷۳ کلن ګاوک د يکشنبې په ورځ د المان د پارلمان او ايالتونو د نمايندګانو لخوا په لوی اکثريت، سره وټاکل شو