1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

يوګاندا د اقتصادي لحاظه د پرمختګ په حال کښي ده

د جرمني جمهوررييس هورست کيولر د يوګاندا څخه د ليدلني پر وخت وويل چي...

هورست کيولرد يوګاندا په پايتخت کمپالا کښي

هورست کيولرد يوګاندا په پايتخت کمپالا کښي

بين امللي ټولنه د افريقا د بحرانونوپه حلولوکی مسؤليت لري . د يوګاندا د جمهوري رياست په ماڼۍ کي هورست کيولر، د کانګو د دموکراتيک جمهورريت ختيځ ته اشاره وکړه ، چي هلته د بشر د حقوقو څخه تيری ، د ورځي موضوع ده . د کانګو دغه سيمه د يوګاندا په همسايه توب کښي پرته ده .

د جرمني جمهوررييس د يوګاندا اقتصادي پرمختګ ته په پاملرني سره وويل ،چي يوګاندا پرښه خوا روانه ده . خو په عين حال کي ده په کلو او اطرافو کي ډير غربت ته هم اشاره وکړه . دی به نن د يوګاندا په شمال کښي د هغو پخوانيو عسکرو سره هم وګوري ، چي کوچنيان وه، او په زور سره عسکرۍ ته بيول سوي وه.