1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

يوه بندي د امریکا او پاکستان ترمنځ پټ رازونه افشا کړي

د امریکا د استخباراتي ادارې پخواني قراردادي، ریموند ډیویس د خاطراتو چاپ شوي کتاب، په پاکستان کې سیاسي طوفان جوړ کړی. هغه په ۲۰۱۱م کال په پاکستان کي د قتل په تور نیول شوی وو او وروسته بيا بیرته آزاد شو.

د امریکا د استخباراتي ادارې یا «CIA» پخواني قراردادي، ریموند ډیویس په دې وروستیو کې د «قراردادي: څنګه په پاکستان کې زنداني شوم او څنګه سیاسي بحران رامنځته شو» تر عنوان لاندې یو کتاب چاپ کړی. د دې کتاب خپریدو په پاکستان کې ستونزې راپورته کړي او د دې هیواد امنیتي او استخباراتي چارواکې یې په غوسه کړي دي.

د انځور په مینځ کې ډیویس ښکاري، څوک چې د پاکستان په لاهور ښار کې د دوو پاکستاني اتباعو د وژنې او بیا له پیښې څخه د تیښتې په تور نیول شوی وو. نوموړی په خپل کتاب کې د نیول کیدو او بیا وروسته د خپلې آزادۍ په هکله کیسه کوي. نوموړي د پاکستان د هغه وخت د استخباراتي ادارې پر مشر، شجاع پاشا تور پوري کړی چې د محکمې له دوسیې څخه په برائت کې له دوی سره مرسته کړې.

ډیویس د پاکستان په زندان کې اووه اونۍ تیري کړې او د هغه دوسیې د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ سیاسي کړکیچ هم رامنځته کړ. په پاکستان کې مذهبي ډلو د ډیویس د اعدام غوښتنه کوله او عام خلک هم د «سي آی اې» د دې پخواني قراردادي په رسمي توګه د محاکمه کیدو غوښتنه کوله.

خو له لنډې مودې وروسته، ډیویس ناڅاپه آزاد کړل شو. د خاطراتو په خپل چاپ شوي کتاب کې، ډیویس ادعا کړې چې د پاکستان استخباراتي ادارې یا «آی ایس آی» له پاکستان څخه د هغه د وتلو سناریو هم جوړه کړه.

ډیویس په خپل کتاب کې په دې هکله لیکلي: «څو کسه امنیتي کسانو د محکمې د شا دروازې له لارې زه بیرون کړم. یو کس دروازه پرانیستله، سرای ته ورغی او آسمان او شاوخوا ته یې په ځیر سره وکتل. کله چې سیمه پاکه شوه، بیا یې موږ ته اشاره وکړه چې په دې سرای کې ولاړ یو موټر ته پورته شو.»

نوموړي په خپل کتاب کې وړاندي ليکلي دي چې: «د پاکستان د استخباراتي ادارې د هغه وخت مشر، شجاع پاشا په دې پوهیده چې له پاکستانه ژر تر ژره زما وتل د دواړو هیوادونو له پاره څومره مهم وو. خو د خپل هیواد د ولسمشر او لومړي وزیر په شان، هغه خوښ وو چې زه په زندان کې تر هغه وخته پوري پاتې شم ترڅو چې دې پیچلي کیدونکې ستونزې ته د منلو وړ حل لاره پیدا کړل شي.»

د ډیویس تازه چاپ شوی کتاب په دې اسلامي هیواد کې یو سیاسي طوفان رامنځته کړی او هغه هم له دې امله چې څنګه د پاکستان استخباراتي ادارې د هغه په آزادۍ کې رول درلود. په پاکستان کې د امریکا ضد احساسات تل لیدل کیږي او زیاتره شنونکي بیا وايي چې د پاکستان پوځ دغه راز احساسات د ستراتیژیکو موخو له پاره تل ژوندي ساتي.

خو د پوځ له خوا د «سي آي اې» د یو قراردادي آزادیدو پخپله هم پوځ بدنامه کړی دی. په ۲۰۱۱م کال کې د ډیویس تر آزادیدو وروسته، پوځ پلوه مبصرینو د دې هیواد پر پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او د ډیویس په خوشي کیدو کې د هغه حکومت پر ممکنه رول سخته نیوکه کوله.

د پاکستان په کراچۍ کې میشت د امنیتي چارو شنونکی، علي ک. چشتي له دویچه ویله سره په مرکه کې په دې هکله وویل چې سیاستوالو او د پاکستان استخباراتي کړیو د ډیویس په خوشي کیدو او له پاکستان څخه په وتلو کې رول درلود.

په پاکستان کې غوسه

اسوشیتید پرس خبري آژانس د پاکستان د اسختباراتي ادارې د یوه نامعلوم چارواکي په حواله د ډویس په خوشي کیدو کې له «سي. آی. آې» سره د پاکستان د استخباراتي ادارې همکاري تاییدوي خو وايي چې دا راز مرستې به په راتلونکې کې له امریکا سره و نه شي.

دغه چارواکي په دې هکله وویل: «د ډیویس آزادیدل د دواړو هیوادونو ترمنځ یوه هوکړه وه نه د دوه کسانو ترمنځ. دا څه د دواړو هیوادونو د استخباراتي ادارو یا دواړو هیوادونو د ښه نیت د ښوولو له پاره ترسره شول ترڅو له «سي آی اې» سره مرسته وکړي چې خپل کس له قانوني لارو آزاد کړي خو باید دا څه پټ او خوندي ساتل شوي وای.»

د پاکستان او امریکا استخباراتي ادارو د ۱۹۸۰م کلونو په ترڅ کې د افغان جګړې له پاره په خپلو کې نږدې همغږي درلوده. په دې جګړه کې له مجاهدینو سره د پخواني شوروي اتحاد له خوا اشغال شوي افغانستان کې د جګړې له پاره همکاري کیده. دقیقاً له همدې وروسته د دواړو هیوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا د پیل وخت وو.

له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته هم دواړو استخباراتي ادارو په سیمه کې د ګډو امنیتي اهدافو او د امریکا د علاقې وړ پر موضوع ګانو کې په ګډه کار کولو ته ادامه ورکړه.

په امریکا کې د ۲۰۱۱م کال تر ترهګریزو بریدونو وروسته چې بیا وروسته یې د طالبانو د پرزولو له پاره پر افغانستان برید وکړ، بیا دغه اړیکې نوي پړاو ته ورسیدې. خو د پاکستان د هغه وخت پوځي دکتاتور پرویز مشر له واشنګټن سره په افغانستان کې د جګړې په هکله د مرستو باوجود، د القاعدې او طالبانو د ځپلو له پاره په رښتیني ډول مرسته و نه کړه.

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM