1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

يوه افغان مهاجر تر لارۍ موټر لاندي ۴۰۰ کيلومتره سفر کړی

یوه افغان مهاجر چې غوښتل یې له ترکيې څخه هسپانیا ته ولاړي شي د پولیسو له خوا نیول شوی. دغه افغان مهاجر د یوې لارۍ په لانديني برخه کې ځان په کمربندونو تړلی وو.

د فرانسې خبري اژانس د پولیسو په حواله وايي چې دغه افغان مهاجر د لارۍ په لاندینۍ برخه کې ځان په کمربندونو تړلی وو.

د رپوټونو له معلوماتو سره سم، د اټالیا د نیپلز ښار نه روم ته پر لویه لار، ځینو موټر چلوونکو دغه افغان مهاجر د لارۍ په لاندینۍ برخه کې لیدلی وو او سمدلاسه یې پولیسو ته خبر ورکړی.

په کومه لارۍ کې چې دغه افغان مهاجر پټ وو، هغه له ترکيې څخه د هسپانیا پر لور روانه وه. پولیسو د خبر ترلاسه کولو وروسته دغه لارۍ موټر درولی او افغان مهاجر یې نیولی دی. ویل کیږي چې دغه افغان مهاجر په دې ډول ۴۰۰ کیلومتره اوږد مزل کړی دی.

د لارۍ چلوونکي په حواله، هغه نه پوهید چې په لارۍ کې څوک پټ دی. پولیسو د بلغاریا هیواد استوګن دغه لارۍ چلوونکی نه دی نیولی او خپل سفر ته د ادامه ورکولو اجازه یې ورکړې ده. هغه له ترکیې څخه د هسپانیا پر لور سفر درلود.

تر نیول کیدو وروسته دغه افغان مهاجر ویلي دي چې انساني قاچاق وړونکو ته یې ۹۰۰ یورو ورکړي او هغه ته یې د دې سفر کولو لار وښوده. دغه افغان مهاجر همدا راز وايي چې په دې ډول سفر ستونزمن وو خو ناممکن نه وو. هغه وايي: «ما په افغانستان کې له دې نه ډیر سخت حالت تیر کړی دی نو له دې امله دغه سفر ماته ډیر مشکل نه وو.»

د رسنیو د خبرونو په حواله ویل کیږي چې تر نیول کیدو وروسته دغه افغان مهاجر ته طبې مرستي هم ورکړل شوي دي. پولیس وايي چې هغه نه غوښتل په اټالیا کې د پاتېدو غوښتنه وکړي نو له همدې امله هغه ته اووه ورځي وخت ورکړل شوی، څو له اټالیا څخه بیرته ووځي.

د روان کال له پیل راهيسي شاوخوا یو لک مهاجر ايټالیا ته داخل شوي دي. له دوی څخه زیاتره یې نه غواړي په ايټالیا کې ثبت شي، ځکه دوی غواړي د شمالي اروپا هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

دغه افغان له SKY TG24 ټلویزون سره په مرکه کې وویل چې هغه غوښتل فرانسې ته ولاړ شي، ځکه هلته د هغه خپلوان استوګن دي. هغه همدا راز وویل چې د هغه مور او ورور په سویزرلنډ کې ژوند کوي.

DW.COM