1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

يوتوب ويبپاڼه اوس هم په افغانستان کي بنده ده

په افغانستان کې د یوتوب ویبپاڼي تړنه د بيان د آزادۍ پر وړاندي د افغان دولت ژمني ماتوي. د بیان د آزادۍ ملاتړي اداري او خبریالان وايي چې حکومت باید د دغې ټولنیزي ویب پاڼي سانسور پای ته ورسوي.

دا پاڼه د اسلام ستر پیغمر ته د سپکاوي د منسوب فلم له خپریدو وروسته بنده شوي ده. حکومت دا ګام له تاوتریخوالي څخه د مخنیوي له پاره د موقت ګام په توګه اخيستی وو. خو دغه پاڼه لا هم د دوو میاشتو په تیریدو نه ده خلاصه شوي.

یو شمیر خبریالان او د مدني ټولنو فعالین د یوتوب پر پاڼه باندي د حکومت د بندیز دوام له نړیوالو قوانینو بربنډ سرغړاوی بولي. د افغانستان په ختیځ کې د فرهنګي چارو فعال او د ټولنیزو ویب سایټونو یو مینه وال رحیمي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل:

«دا کار د افغانستان له قوانینو او هغو نړیوالو قوانینو چې افغان دولت ورته ژمنتیا څرګنده کړې بربنډ تیری دی، یوتوب د رسنیو یوه برخه ده او نه باید پرې سانسور ولګول شي. دا ویب پاڼه له څو میاشتو راهیسي بنده ده او دا بندیز موږ ته په یوه لوی سرخوږی بدل شوی.»

د کابل په اسمايي واټ کې د انټرنټي خدماتو وړاندي کوونکی میرعلم احمدي وايي ده به تل د یوتوب په پاڼه کې علمي او په خپل مسلک پوري تړلي مطالب لیدل خو له تیري یوې نیمي میاشتي راهیسي له دغه کار څخه محروم شوی دی او ورته سخت مسلکي زیان اوښتی دی:

«ما به د یوتوب په پاڼه کې د طب اړوند پرمختګونه لیدل، ځیني جراحي عملیاتونه او د هغوي طریقي به مي لیدلې، دا له ما سره په عملي ډګر کې ډيره مرسته کوله خو اوس له دوو میاشتو راهیسي دغه اسانتیا ته لاس رسی نه لرم.»

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت بیا وايي چې دا پاڼه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لارښووني سره سم بنده شوې ده او خلاصون يي هم د هغوی په امر پوري تړاو لري.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت د معلوماتي تکنالوژي د ریاست مشر ویس پایاب په کابل کې وویل:

«دا زموږ کار او زموږ پریکړه نه ده، دا پریکړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارښووني سره سم سوې ده. د دې تخنیکي چاري په موږ پوري اړه لري، نوري چاري يي ټولي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنده ده.»

د یوتوب پاڼي د خلاصون په اړه تر اوسه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کومه پریکړه نه ده کړي. د وزارت د ویندوی دفتر په وینا د دغي پاڼي د خلاصون په اړه به د کابیني په غونډه کې خبري کیږي او په مشخصه توګه نه شي ویلای چې یوتوب پاڼه به څه وخت پرانیستل شي.