1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

يمن د تجزيې د خطر سره مخامخ دی

يمن د زيات وخت راهيسي د بحرانونو سره مخامخ دی او آن اوس د تجزيې خطر ورپېښ دی. د دغه هيواد امنيتي وضعه دومره خرابه سوې ده چي يو شمېر هيوادونو ورڅخه خپل سفيران ايستلي دي.

آلمان د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۴م د فبرورۍ ۱۳مه نېټه) په يمن کي خپل سفارت په مؤقتي توګه بند کړ. دا د هغه وروسته چي د امريکا متحده ايالاتو، فرانسې او اېټاليې تر مخه لا په يمن کي خپل سفارتونه تړلي ول. د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت پر وېب پاڼه و آلماني اطباعو ته خبرداری ورکول سوی دی چي يمن ته سفر ونه کړي. د ياد وزارت په پاڼه کي اضافه سوي:«هغه آلمانيان چي اوس په يمن کي دي، ورته مشوره ورکول کيږي چي د يمن څخه ووزي.» د دغو اقداماتو وجه په يمن کي د امنيت خرابوالی بلل سوې ده.

سياسي سقوط

تېره اونۍ د يمن د شمال لوېديځ حوثي شعيه مليشو د دغه هيواد پلازمېنه صنعا په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندي راوسته. يادي مليشې مؤقتي ولسمشر عبد ربه منصور هادي د واک څخه ليري کړ او پارلمان يې منحل کړ. دا په داسي حال کي چي د يمن زيات شمېر اوسېدونکي د دغه سياسي سقوط ملاتړ نه کوي. بلکه برعکس: د يمن ګڼ شمېر سُني مذهبه احتجاجونه کوي، ځان مسلح کوي او د القاعده شبکې سره يوځای کيږي. د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون خبرداری ورکړی چي يمن د ټولۍ نړۍ د سترګو مخ ته د تجزيې په درشل کي دی. داسي معلوميږي لکه د ملګرو ملتونو د څو مياشتو هلي ځلي چي په قطعي توګه ناکامه سوي وي.

يمن په حقيقت کي پر يو وخت د ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګريوان دی. دغه هيواد چي ۲۵مليونه نفوس لري د نړۍ د تر ټولو شاته پاته هيوادونو څخه يو دی. د دغه هيواد نفوس په چټکۍ سره د زياتېدو په حال کي دی او زيات يمنيان د بې وزلۍ سره مخامخ دي. په دغه هيواد کي نه يوازي دا چي بې سوادي او بې روزګاري زياته ده، بلکه د اوبو کمښت هم يوه ډېره خطرناکه بڼه خپله کړې ده.

په ۲۰۱۲م کال د يمن د اوږدمهاله پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د استعفی راهيسي دغه هيواد د سياسي بې ثباتۍ او ناقراريو سره مخامخ دی. د هادي په مشرۍ د يمن د مؤقتي ادارې ملاتړ د سعودي عربستان د خوا کېدی. خو د وخت په تېرېدو سره د هيواد کنټرول د دغه ادارې د لاسه وؤت. شعيه مذهبه هوثي مليشو د ۲۰۱۴م کال په پېل کي د مؤقتي ادارې پر ضد تعرض پېل کړ. دغو مليشو نه يوازي دا چي پلازمېنه صنعا تر خپل کنټرول لاندي راوسته بلکه د خپل واک لمن يې د هيواد تر سويلي برخو پوري وغځوله.

د مشارکت مبارزه

د حوثي مليشو په قدرت کي د مشارکت لپاره مبارزه پېل کړې ده. د شعيه مذهبو لږکۍ په يمن کي د ۱۹۶۰مو کالو د کورنۍ جګړې راهيسي د سُني مذهبو څخه چي اکثريت دي، ناخوښه دي. شعيه مذهبه د هغه راهيسي په يمن کي د تبعيض احساس کوي. حوثي مليشو د ۲۰۰۴م او ۲۰۱۰م کالونو تر منځ د هغه وخت د ولسمشر صالح د نظامي قواوو سره په مياشتو مياشتو سختي جګړې وکړې. خو د دغو جګړو په آخر کي به هميشه اوربند رامنځ ته سو. کله چي په عربي نړۍ کي د تحول وخت راغلی نو د يمن ګڼ شمېر قبيلو او مليشو د ولسمشر پر ضد يو بل ته لاسونه ورکړل. خو دغه اتحاد او اتفاق د اوږدې مودې لپاره نه ؤ. صالح ولسمشري د لاسه ورکړه. خو هغه په مؤقتي توګه په يمن کي پاته سو او په دې وتوانېدی چي د پوځ دننه د ده وفادار عسکر او ورته نژدې قبيلې يې ملاتړي پاته سي.

کله چي د يمن لپاره نوی اساسي قانون جوړېدی نو د حوثي مليشو او د هيواد د جنوبي برخو چي پخوا خودمختاره وې، لېوالتياوي يې په کافي اندازه په پام کي ونه نيول سوې. د اصلاح په نوم اسلامپال ګوند د اساسي قانون د جوړونې پر پروسې زيات اغېز درلود. د اصلاح ګوند مهم کسان د اخوان المسليمين د مفکورې پېرويان ول. کله چي سعودي عربستان د اخوانيانو څخه مخ واړاوه، نو يې د اصلاح د ګوند ملاتړ هم ودراوه. برعکس ايران د حوثي مليشو ملاتړ وکړ.

په صالح پسي ارمان

د حوثي مليشې د خپلو مخاليفينو د کمزوريو په برکت خپل پرمختګ ته ادامه ورکړې ده. دغه مليشې د هيواد په سويل کي پرتو تر سُني مذهبو د اکثريت سيمو پوري رسېدلي دي. پخوانی ولسمشر صالح اوس د حوثي مليشو ملاتړ کوي. دا د هغه وروسته چي صالح د مؤقتي ولسمشر منصور هادي سره اړيکي خرابه سوې. صالح چي ۳۳ کاله يې پر يمن واکمني کړې ده غواړي چي يو ځل بيا واک ته ورسيږي او يا حد اقل بېرته په يمن کي خپل اغېز زيات کړي. اوسنيو ګډوډيو ته په کتو سره په رشتيا هم اوس بعضي يمنيان په پخواني ولسمشر صالح پسي ارمان کوي.