1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

وگړي: د سلما بند د جوړيدو خنډ طالبان نه، امنيتي ساتونکي دي

په داسي حال کي، چي افغان دولتي مامورين د سلما بند د پروژې د پرمختګ خبري کوي، سيمه ييز خلک ددغي بنسټيزي پروژې، د توقف حال ورکوي او وايي چي، عوامل يي د حکومت مخالفين نه، بلکي د دوی په وينا د بند خپل ساتونکي دي.

په هرات کي د سلما بند

په هرات کي د سلما بند

دا خبري د نورو ولسي خلکو ترڅنګ د سيمي يوه بانفوذه شخص سيد ولي، په يوه تليفوني تماس کښي په سيمه کښي د دويچه ويله خبريال ته کړي. هغه د سلما د بند د څو تنه افغان امنيتي چاروکو نومونه پر ژبه راوړه ويې ويل:

«د خدای په خاطر زما ږغ تر دولتي چارواکو ورسوی، د سلما بند کار بيا په دې پلمه بند سوی، چي ګواکي سيمه ناامنه ده. زه قسم خورم، چي دلته نه طالب اونه هم د دولت کومه وسله واله مخالفه ډله سته. خو برخلاف داسي اوازې او زمينې خپله د بند ساتونکي برابروي تر څو په دوام سره يې د پروژې له چلونکو باج واخلي.»

د سلما بند د هرات چشت شريف ولسوالۍ په يوه برخه کي پر هريرود ودانيږي او هغه اوبه را گرځوي، چي ايران ته بهيږي. او داسي انګيرني هم سته، چي ګاونډی هيواد ايران يې هم په جوړښت نا خوښه دی او په يوه نه يوه ډول يې د کار په دوام کي خنډونه رامنځته کوي.

ويل کيږي چي ددې بند په جوړيدو سره به په هرات کي۷۰زره هکټاره کرهڼيزه مځکه خړوبه او د ۴۰ ميګاواټه بريښنا د توليد وړتيا به ولري.

د سيمي دغه ولسي مشر وويل، د ځايي خلکو هيلي په سلما پوري تړلي دي، ځکه نو په هيڅ صورت د کار بنديز نه سي زغملای:

حکومت ولي له ۸ کلونو راهيسي همدا يو تن، ته دلته د امنيت چاري سپارلي؟ موږ نه يو تې خوښ، که حکومت ځني خوښ وي بل ځای ته دې بدل کړي. موږ د سيمي خلک يي خپله امنيت ساتو. که وضعي همداسي روان وه، اړيو چي خپله ټوپک راواخلو او د سلما د پروژې د غلو په وړاندي اقدام وکړو. يوازي زماسره يونيم سل تنه وسله وال شته.»

د چشت شريف خلکو پر دا ډول تورونو سربيره د ګاونډ ولايت غور يو جهادي قوماندان، چي د دوی په وينا اوس په ولسي جرګه کي د خلکو استازيتوب کوي، هم ګرم و باله، چي دلته غيري مسول وسله وال سړي ساتي او د پروژې په وړواندي يي يو له خنډ جوړونکو ياد کړی.

د هرات والي داودشاه صبا، د سلما بند په پروژه کي ستونزي مني او د سمون ژمنه يې کوي.

د هغه په خبره ددغي پروژه مقدماتي چاري نږدې۵۰ کاله وړاندي د سردار محمد داود خان د حکومت پر مهال پيل شوي وې، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد يرغل سره يي کار په ټپه ودريدی.

« د کرزي په مشري انتقالي دوره کي يي د هندوستان په ۷۰ مليونه امريکايي ډالره لګښت يو وار بيا چاري پيل شوې. ټاکل شوې وه، چي کار به د څلورو کالو په موده کي بشپړ او په ۲۰۰۶ ملادي کال کي به کاسه له اوبو ډکه ګټي اخيستني ته چمتو شي. خو برخلاف د ۵ کالو په تاخير يې کار لا نيمګړی، او پر دې سربيره يې لګښت هم له۷۰ مليونه ډالرو څخه ۱۵۰ مليونه امريکايي ډالرو ته لوړ شوو.»

د والي په خبره ددې عامل د خامو موادو نرخونو لوړوالی، امنيتي ستونزي او نور ډول، ډول عوامل ياديږي.

والي هيله لري، چي په نژدې راتلونکي کښي به سيمي ته يو باصلاحيته دولتي پلاوی وليږي، تر څو وضع له نژدې و گوري.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM