1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ټاکني

وګړي: کانديدان دي خپل پروګرامونه تشريح کړي

په افغانستان کې د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزي ټاکنې له تیرو ټاکنو سره ډیر توپیر لري. د باسواده خلکو د شمیر زیاتیدل، له کانديدانو څخه توقعات ډیر کړي دي او رایې ورکوونکي وایي چې په ډیر دقت سره د کانديدانو د پروگرامونو په تمه دي.

رایي ورکوونکي وایي چې افغانستان په حساسو شیبو کې واقع دی او دغه هیواد د بدلون له لسیزي څخه د تیریدو له پاره یوه پیاوړي، متخصص او متعهد مشر ته اړتیا لري.

د امنیت ټينګښت، اقتصادي ودي ته لاس رسی، د ځوانانو له پاره تعلیم او زده کړو ته توجه او د مدني او بشري حقونو خوندي ساتل هغه مسايل دي چې افغان رایې ورکوونکو ته اهمیت لري.

د کانديدانو څرگندونې، مناظرې او غونډي د فیسبوک د ټولنیزي شبکې تر زره بین لاندي واقع دي او هر ټکی چې د کانديدانو له لوري ویل کیږي، د فیسبوک پر پاڼه د څېړني او نقد وړ گرځي.

د کابل ښار یو اوسیدونکی آرش شهیر پور، وایي چې د هغه د انتخاب معیارونه قوم او سمت نه، بلکې د یوه کانديد استعداد دی: «د امنیت ټينګښت، اقتصادي هوسایې، له پوهنتونو او لوړو زده کړو ملاتړ او په داخلي جگړو کې د نه داخلیدلو په اړه مشخص پروگرامونه هغه معیارونه دي، چې د افغانستان خلک ورته پام کوي.»

شننونکي هم وایي چې یوازي د شعارونو دوران تیر شوی دی او اوس باید کانديدان د دقیقو او حساب شوو پروگرامونو په مطرح کولو سره خلکو ته ورشي.

د شعارونو پر ځای پروگرامونه

د کانديدانو له خوا په کابل ښار کې چې کوم عکسونه او لویې تبلیغاتي لوحې ځوړندي شوي دي، زیاتره د «ادامه ورکولو، اصلاح، اقتصادي هوسایي، امنیت او بدلون» په شان ټکي کارول شوي دي. خو افغانان وایي هغه څه چې تر اوسه کانديدانو مطرح کړي دي، یوازي شعارونه دي، نه پروگرامونه.

د کابل ښار یو بل اوسیدونکی فضل احمد وایي: «که چیري پروگرامونه لري نو د راډیو، تلویزون او چاپي رسنیو له لاري دي اعلان کړي او خلک باید هم مسوولانه عمل وکړي. هیواد له ډیر سخت حالت څخه د تیریدو په حال کې دی. هم د ملت او هم د رهبرانو له پاره د امتحان یوه مرحله ده.»

پر دې سربیره د رایې ورکوونکو له پاره د نوماندانو تیري کړنې هم مهمې دي. هغوی وایي چې خلک په ډیر دقت سره تیر وخت او هغه څه چې کانديدانو تر سره کړي دي، وڅېړي او هغه چا ته رايي نه ورکوي چې په ویجاړیو کې یې لاس لرلی وي.

څېړونکي وایي چې د تیرو دولسو کلونو په پرتله د رايي ورکولو معیارونو هم تغیر کړی دی، ځکه چې په وینا یې له یوه اړخه د زرونو ښوونځیو او پوهنتونو فعالیتونو د سواد کچه لوړه کړې ده او له بله پلوه یې له کانديدانو څخه د خلکو توقع ته تغیر ورکړی دی.

د سیاسي چارو کارپوه شاه حسین مرتضوي واي: «د ۹۳ لمریز کال په ټاکنو کې وینو چې د کانديدانو په ټیمونو کې ټول قومونه حضور لري، پر دې اساس دا یو قومي جوړښت نه دی، که څه هم نوماندان او مرستیالان یې له قومي جوړښتونو څخه رواتلي دي، ولې بیا هم رایې ویشل شوي دي او ټاکني به پر قومي محور باندي را و نه څرخي.»

د فیسبوک په نوم زره بین

ولسمشرۍ ته د کانديدانو له ډلې څخه پنځو تنو د سه شنبې په ماښام په یوه تلویزوني مناظره کې گډون وکړ. د دغو کانديدانو له څرگندونو سره سم به د فیسبوک کاروونکو د هغوی هره کلمه او جمله فیسبوک ته ورپورته کوله او هغه به یې څیړني ته وړاندي کوله. فضل احمد زیاتوي: «هغه څوک چې له فیسبوک سره سر او کار لري، پوه خلک دي او ډیرو باریکو ټکو ته هم ژر متوجه کیږي. هغوی د نوماندانو کمزوري او قوي ټکي خلکو ته په گوته کوي.»

په اوسني وخت کې د دولتي مامورینو، د مؤسسو د کارکوونکو، محصلینو او مدني فعالینو یوه لویه برخه فیسبوک ته لاس رسی لري او کانديدان له چیلنجونو سره مخامخوي. په دې اړه شاه حسین مرتضوي وایي: «په اصل کې هر وگړی د یوه خبریال په نقش کې راڅرگندیږي، چې د نوماندانو پروگرامونه څاري او هم یې د زره بین لاندي نیسي. آن پر لویو تبلیغاتي لوحو باندي لیکل شوي املایي غلطۍ په فیسبوک کې تر انتقاد لاندي نیول کیږي او نوماندان دې ته واداره کوي چې هغه بیرته راټولي کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ ولسمشرۍ ته د کانديدانو په اړه په ټولنیزو پاڼو کې بحثونه مطرح کیږي او هر څوک په آزادانه ډول بې له سانسوره، کولای شي د نوماندانو په اړه خپل نظر ووایي.