1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

وکيلان: د کرزي پلويان د وسلو سره غونډو ته راځي

د افغان ولسمشرحامد کرزي مخاليفو وکيلانو د نوموړي يو شمير پلويان د ملي شورا غونډو ته د وسلو په دننه کولو تورن کړي. دا په داسي حال کي ده، چي تيره ورځ د پارلمان په دننه کي د يو شمير وکيلانو تر منځ اخ او ډب رامنځ ته سو.

د افغانستان پارلمان

د افغانستان پارلمان

د افغان ولسمشرحامد کرزي مخاليفو وکيلانو د نوموړي يو شمير پلويان د ملي شورا غونډو ته د وسلو په دننه کولو تورن کړي.

په دغه اخ او ډب کي د کابل استازي جنرالي نظيمې ذکي د جرګې په غونډه کي د کوچيانو استازي حميده احمدزۍ وډبوله.

د دغو دوو وکيلانو تر منځ وروسته ترهغه شخړه رامنځ ته سوه، چي په پارلمان کي يو شمير وکيلانو کرزی د دوی د مصوبو په نه پلي کولو تورن کړ او ځينو نورو خو بيا ورته د ملي خاين لقب ورکړ.

Parlamentsabgeordnete Afghanistan 2011 Flash-Galerie

د کرزي ضد وکيلانو د پاکستان د توغنديزو بريدونو په وړاندي د کرزي چوپ دريځ وغانده له بل لوري حکومت پلوه وکيلانو بيا د مارشال فهيم او خليلي چوپه خوله پاتي کيدل هم له ملت سره جفا وبلل.

د کندهار ولايت استازي لالي کرزي پلوي وکيلان د ولسي جرګې د غونډو په مختلولو تورن کړل او تور يې ولګاوه چي حکومت پلوي وکيلان له حکومتي نفوذ څخه په ګټي له وسلو سره پارلمان ته راځي.

«دا د ولس استازي دي، يو هغه وکيلان دي چي د رياست جمهوري استازي دي، هغه د رياست جمهوري استازي تاسو وليدل چي د ولسي جرګې تالار ته مسلح را ننوتي ول، نن يي زموږ غونډه له بحران سره مخ کړه، دلته يې هرج ومرج را منځ ته کړ».

دا لومړی ځل دي، چي د نوي پارلمان تر پرانيستني وروسته د پارلمان په مينځ کي د ښځينه وکيلانو تر منځ دلاس اچولو ته خبره رسيږي او دغه کار د پارلمان حيثيت ته هم سخت تاوان رسولی.

Parlamentsabgeordnete Afghanistan 2011 Flash-Galerie

يو شميروکيلان وايي چي ملت له خپلو استازو داسي تمه نه لري چي د سلګونو خلکو مخ ته او د ټلويزيوني کمرو پر وړاندي يو پر بل د سوکانو ګزارونه وکړي.

اوس د افغانستان خلکو ته دا مهمه ده چي پارلمان خپل حيثيتت وساتي او دا ځل ممکنه ده چي حکومت د پارلمان ډيرو پريکړو ته غاړه کښېنږدي.

له بل لوري ويل کيږي چي ولسمشر کرزي د ۱۷ کسانو داسي يو نوم لړ د ټاکنو کمېسيون ته استولي چي پکښي د هغو زړوکانديدانو نومونه ځای سوي، چي کرزی يې بيرته په پارلمان کي موجوديت غواړي.

د دغو وکيلانو نومونه دوې اونۍ دمخه د انتخاباتي شکايتونو د رسيدګۍ د ځانګړي محکمې له لوري د درغليو په سبب د برياليو کانديدانو له ډلي څخه ايستل سوي ول.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل