څارونکي بنسټونه: وروستیو بریدونو د ټاکنو لپاره د نوملیکنې پر بهیر اغېز کړی
23.04.2018
د انتخاباتو له پاره د نوم لیکنې پر مرکزونو مکررو خونړیو بریدونو وروسته، د انتخاباتو د څار بنسټونه وايي چې که حکومت د دې مرکزونو د امنیت ټینګولو په برخه کې پاتې راشي، دغه څه به په ټاکنو کې دخلکو پر ګډون ناوړه اغیز وکړي او په پایله کې به یې په ټاکنو کې د خلکو ونډه هم کم رنګه شي. په دې هکله نور جزئیات په دې غږیز رپوټ کې اوریدلی شئ.