ويستروېله د پيرو او آلمان تر منځ د لا ډيري همکاری غوښتنه کړې ده | دويچه ويله پښتو | DW | 17.02.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

ويستروېله د پيرو او آلمان تر منځ د لا ډيري همکاری غوښتنه کړې ده

د آلمان د بهرنیو چارو وزير ګيدو ويستروېله په پيرو کي د آلمان او جنوبي امريکا د دغه هيواد تر منځ د لا ډيري همکاری د امکاناتو خبره وکړه. ويستروېله د جمهوررييس اولانټا هومالا، سره په خبرو کي وويل چي پيرو يو داسي هيواد دئ، چي ډير امکانات لري. د پيرو نوی حکومت د سوسيال آزاد بازار، لار انتخاب کړې ده او همدغه خبره د ګډ کار له پاره زمينه برابروي.