1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

ويتنام: له رژيم سره مخالفت عقلي عصبي ناروغي ده

47 کلنه ويتنامۍ مدافع وکيله بوي تي کيم » تن « د ويتنام د ډيموکراتيک گوند ډي پي وي لپاره فعاليت کوي اوسربيره پردې د خپل ښارگوټي د هغوکورنيواستازې ده، کومې چې لږعايد لري، ملکيت يې د دولتي ادارو لخواضبط شويدی او لدې کبله د مناسب جبران غوښتنه کوي.

default

د ويتنام ډيموکراتيک گوند ډي پي وي ته د دولتي ادارولخوا د فعاليت اجازه نده ورکړشوې. د ډي پي وي بنسټ د روان ميلادي کال د جون په مياشت کې د حکومت د مخالف هوانگ مين » چين « لخواکيښوول شو او د څوگوندي ډيموکراتيک سيستم او د بشر د حقوقو د درناوي لپاره مبارزه کوي. ځکه نو د روان کال د لړم د مياشتې په يولسمه نيټه ويتنامي پوليس بوي تي کيم » تن «، سباون مهال، د هو چي مين په ښارکې د هغې په کورکې ونيوله او د هغې له رضايت پرته يې د بين هوا په عقلي عصبي روغتون کې بستري کړه.

د مخالفينو خوله تړل

ويل کيږي چې بوي تي کيم » تن « ته د يوه نامعلوم درمل پيچکاري ورکړشويده چې، د هغې له کبله نوموړې نور خبرې نشي کولای. د » تن « د بستري کيدو لپاره هيڅ کوم طبي دليل نشته. داسي گمان کيږي چې دولتي ادارې پدې توگه، د ويتنام ډيمکراتيک گوند ته د بوي تي کيم » تن « د فعاليت له کبله، هغې ته سزا ورکوي.