1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

ومان نيازی شعر هم ليکي

ددې اونۍ د خيال د جونگړي په خپرونه کي به د شاعر، انځور گر او ليکوال «ومان نیازي» پر شعري پنځونو ورتم شو.

ومان نيازی

ومان نيازی

نيازی په كال ۱۳۴۸ كې د غزني ولايت د اندړ ولسوالۍ د «شمشي» په كلي كې زيږيدلى او مور او پلار عبدالرحمان ونوماوه. هغه د شپږو كلونو و چې د كابل په سپين كلي ښوونځي رسمي زده کړو ته ور ولوېد.

په ۱۳۶۳کال د حربي ښوونځي پوځي چوکاټي روزنو ته ور ولوېد او په ۱۳۶۸ کال یې د پولیسو اکاډمي بری لیک ترلاسه کړ. څه موده یې پوځي څارنوالي او د پولیسو په اکاډمۍ کې معلمي هم کړې.

خو د بخت مرغه بیا مطبوعاتو پر ټولګي ورزیات کړ، څه مهال د لمر خصوصی تلویزیون د خپرونو مشر شو. له هغې یې مخه آزادي راډیو ته شوه او لا له مطبوعاتو سره ځغلي. خو د زړه ونه یې د شعر، انځورګرۍ او لیکوالۍ مېوې راوړي.

ومان نیازی له تنبور او رباب سره، له چوغکي او چینې سره، د کنډو له باد او د زمري له غړمبا سره خپل زړه خوشې کړی. هغه د هستۍ یو اوسیدونکی دی. پام مو وي، موږ او تاسو هم هستیوال یو. هر فرد یو هستۍ وال دی. خو ومان نیازی ښکلا هلته مومي، چې اکاډمیکي سترګې نه ور اوړي.

د ومان شعر:

«زه چې مین نه وم

دغه لور ته لارې نه وې

ما چې مینه وکړه

پر دې غره لارې سپرې شوې»

وګړی ژوند ته راغلی، چې ومومي: څه دی؟ څوک دی؟ او څه کوي؟

نړۍ د انسان په ذهن او حواسو شنه او سره تابلو ده. څوک ورته تمدن وایي او څوک بیا د نړۍ ذهني شوې څېره، د متمدن انسان شهکار ګڼي؛ خو ومان نیازی د شعر په تار و ستن نړۍ هغسې پنځوي، چې په خپل فردي کهیان کې یې لیدلای شي.

هغه خپله تجربه کړې نړۍ د شعر په نانځکو کې بشري قضاوت ته وړاندې کوي:

د ومان یو بل شعر:

«تاته لوڅې پښې راغلم

لوڅې پښې خلک

زیارتونو ته ورځي»

عجیبه ده! زه ولې قضاوت کوم؟ که وګړي قضاوت پرېږدي او د ومان په څېر خپل زړونه نقاشي کړي، جګړه، نیواک، تبعیض او نادودي به له کومه شي!؟

پرومان او د هغه پر شعرونو تم کېدل، نه نقد و او نه نمانځنه ده، یوازې غوښتل مو انسان او وګړی هغه شپیلۍ ووینو، چې برخلیک یې دی.

هوسۍ وفا/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل