1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

ولې آلمانان د اقتصادې بحران له امله لاريونونه نه کوي؟

پدي وروستيو ۲۰، ۳۰ کالوکي خلکوته تل بيا بيا وويل شول چي دا نظام، دا سياست اواقتصاد چلول کوم بديل نلري. اوکله چي سړي خلکو ته تل بيا بيا داخبره وکړي نويو وختي په هغه باندي باورکوي.

يوه ځوانه آلمانۍ ښځه په برلين کې د يو لاريون په وخت کې

يوه ځوانه آلمانۍ ښځه په برلين کې د يو لاريون په وخت کې

اوکله چي سړي داسي احساس ولري چي که زه کوم کار وکړم نتيجه نلري بيايي سړي نکوي.


يوه ۶۲کلنه ښځه څرګندوی: زه فکرکوم چي مونږ ټول اوس تسليم شوي يو. ځکه چي مونږ ټول دا احساس لرو چي که مونږخپل غږ وباسوپه وضعه کي کوم بدلون نه راځي. ځکه چي ډيري خلک چي کارلري لدينه ډاريږي، چي خپل کار له لاسه ورنکړي. زه نه پوهيږم خو زما په نظر دا يو ډول وضعي ته تسليميدل دي.

يو ۲۸کلن سړي چي د اقتصاد محصل دي څرګندوي:

ما دا احساس پيداکړي چي، اقتصادي بحران دخلکو په ورځني ژوند باندي لا اغيزه نده کړي. اوخلک يي لاداسي سم نه احساسوي .اوداهڅه هم کيږي چي دادمرکزي پارلمان دټاکنو له امله شاته وغورځوله شي، دمٍال په ډول که څوک نوي موټرواخلي زوړ موټريي دولت په دوه نيم زره يورو تري اخلي اوچخپيتوي یی. نودما په عقيده به ستربحران په راتلونکو کلونو کي راشي .

يو دطب محصل چي ۲۵کاله عمرلري وايي:

د اعتراض په کولوکي دمونږ کلتور له فرانسويانو سره فرق لري په فرانسه کي خلک ډير زر په اعتراض لاس پوري کوي پداسي حال کي چي په المان کي خلک کراردي او په لمړي سرکي دقانون اومقرراتوپيروي کوي. .خو په فرانسه کي دفرانسي له ستر انقلاب نه شروع تراوسه ډير زر خلک احتجاج کوي.

اوس په المان کي د هرچا د ځان لپاره مبارزه حاکمه ده

اوس په المان کي د هرچا د ځان لپاره مبارزه حاکمه ده

د مالي بحران له راتلو نه وروسته په المان کي ستره چپتيا حاکمه ده داتک کلن وياند بوريس لو هايده وايي:

فرانسويان د سړکونوبرسر مظاهرو په کولوکي د سياست سره بل ډول مناسبات لري. .پداسي حال کي چي المانيان زياتره د نماينده ګۍ په کولو عقيده لري. که زه په کارګري ټولنه کي يم وايم چي زه خويه ټولنه کي يم، پريږده چي هغه اعتراض وکړي. زه دګوند غړي يم پريږده چي ګوند اعتراض وکړي .زه ماليه ورکوم اوس پريږده چي هغه مقام اعتراض وکړي. دا داسي عملي کيداي نشي سړي بايده دي خپله هم يو کار وکړي.

د قيسر حکومت راهيسي المانيان زياتره د مادونانواوترلاس لاندي کسانو روحيه لري. دا رواني، کلتوري، اوسياسي تاريخي لاملونه لري. حتي د ۱۸۴۸ کال د انقلاب په وخت کي المانيان د نورو اروپايي ملتونو په خلاف ډير بيرته پاتي وو او لږ بري يي درلود. سربيره پردي دوي تراوسه هم د نازيانو وخت د ډارونکي تجربي تر تاثير لاندي دي. اوکله چي راغونډ شوي خلک چي په قهردي وويني، زر وارخطا کيږي. چي د هغو ګډ قهر په يو غير انساني تعصب باندي بدل نشي. نو د طبقاطي اګاهۍ اوپيوستون پرځاي اوس په المان کي د هرچا د ځان لپاره مبارزه حاکمه ده. او دا مفکوره شته ده چي هرڅوک يوازي د خپل ځان اود خپلو ناخوالو اومصيبتونو مسول دي.

نوڅوک د خپلو ربړو په هکله د نورو په مخکي خبري، او په خپلو سختو اشتباهګانو اقرار نکوي. که کوم شي اساسي خراب شی نو المانيان نه پوهيږي چي څه وکړي. ګاونډي هيوادونه د المانيانو د ډارپه دي پديدي پوري خاندي.

دا د المانيانو خاص د فلج احساس دي چي، وضعي ته بي له کوم زوره تسليميږي. د بوريس لوهايده په نظر د کمونيزم له راپرزيدونه وروسته دا تسليم والي لا ډیر شويدي.

د خلکو د تمايلاتو څيړونکي وايی: که څه هم اقتصادي بحران لا مخ په وړاندي تلو دي، خو دالمان په اوسنۍ ځانمني ټولنه کي به په راتلونکي کي هم اعتراضونه ونشي .پداسي حال کي چي دالمان دانژدي تاريخ ښيي چي دسړکونو پرسر مظاهري څومره اغيزناکي دي پدي شرط چي ډير خلک ګډون پکي وکړي.

رحيله اميری
کتونکی: يحيي وردک