1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

ولي په شرم الشيخ کي موګابې دډير انتقاد سره مخامخ نسو

کله چه جمهوررييس موګابې د يکشنبه په ورځ د جمهوري رياست لوړه وکړه...

رابرت موګابې په شرم الشيخ کي د افريقا د اتحادد غونډي پر وخت

رابرت موګابې په شرم الشيخ کي د افريقا د اتحادد غونډي پر وخت

لږ وروسته تر هغه يې د افريقا د اتحادپه غونډه کي د مصر په شرم الشيخ کي د دولتي او حکومتی مشرانو په غونده کي برخه واخيسته . پر ده باندي په دغه غونډه کي د غير ديموکراتيکو انتخاباتو د سرته رسولو له کبله شديد انتقاد ونسو .

Ägypten AU-Gipfel in Scharm El Scheich Muammar el Gaddafi

د ليبيا جمهور رييس مامر القضافي په شرم الشيخ کي د افريقا د اتحادد غونډي پر وخت

د کنفرانس په دوهمه ورځ هم افريقايي ټولنې د حقيقت ويلو شيبه د لاسه ورکړه. دغه ډراماتيکه جمله د ملګرو ملتو د سرمنشی بان کی مون د مرستيالې وه . آشا روزه ميګرو د خپلې وينا په ترڅ کښي د کنفرانس د برخه والو څخه غوښتنه وکړه ،چه د زيمبابوې د مشر موګابې د جمهوري رياست د لانجمن دوهم واري انتخاباتود په نظر کې نيولو سره قاطع معامله وکي .

دې وويل :

«دا نه يوازی د زيمبابوې د ملت غوښتنه ده، بلکه د سيمي غوښتنه هم ده. دلته د افريقايي هيوادو د حکومتونو اعتبار او باور مطرح دی .»

د کينيا صدراعظم اودينګا چې پخپله هم لږ موده دمخه په انتخاباتوکي دجعل کارۍاوغولوني قربانی ؤ، د کنفرانس پر ګډونکوونکو باندي يې د نايروبی څخه ږغ وکۍ، چي د موګابې جعلی انتخابات ونه مني.

ده وويل :

«که افريقايي ټولنه موګابې د سم ټاکل سوي جمهوررييس په حيث ومنی، دا به ددغې وچې دپاره يو د خطره ډک، د سيالۍ حالت رامنځته کړی.»

دډيرو لږوافريقايي هيوادو مشرانو ددې سره علاقه درلوده ،چي په ښکاره ډول پرموګابې باندي انتقاد وکي . په شرم الشيخ کې د ده سره د شرميدونکي کتني څخه دوی ځان ژغورۍ، خو موګابې بياهم راغی . موګابې د رسنيو په يوه حلقه کې راچاپير سو، خو باډيګاردانو ورته لار پرانيستله.

مصری تنظيموونکو ونه سوای کولای چې ژورناليستان په خپلو ټاکل سوو ځای کې وساتی. دا چې د افريقااتحاد موګابې ته څه نه وايي بی له شکه، دﺉ پياوړۍ کوی . دده وياند ګيورګ چارامبه پر ځان ډاډه او سخته لهجه خارجي لاسوهني په تيره بيا د کينيا څخه ردی کړې .

دلويديزو هيوادو د انتقادونو په هکله، ده رسنيو ته وويل :

«دوی دې ورک سي. دوی د انتقاد کولو هيڅ حق نه لری، د زيمبابوې سياست په دوی پوری هيڅ اړه نه لری.»

د کنفرانس په دوهمه ورځ ددولتو مشران دوه ساعته سره اخته وه ، څو يوه ګډه اعلاميه صادره کي . ماښام بيا خبره معلومه سوه :

دوی په زيمبابوې کی سياسی مخالفين، خبرو ته راوبلل چې هدف يي د يوه ګډ واحد ملی حکومت جوړول دی . د موګابې رژيم په ښکاره ډول نه متهم کيږی . خارجي لاسوهني چې کړکيچ ته لاهم وده ، او پراختيا ورکوی ، نه منل کيږی ،چه دا په يو ډول د هغو افريقايي هيوادو چه د موګابې حکومت ردوی، او هغو نورو افريقايي هيوادونو چي خپله په غير ديموکراتيک ډول عمل کوی، ترمنځ يو ه روغه جوړه ده . د زيمبابوې هيأت لا د اوس څخه ويلی دي ،چي حتی دغه روغه جوړه هم د موګابې د حکومت دپاره د منلو وړ نه ده.