1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ولسي پاڅون که نوې سناریو؟

په غزني ولایت کې د طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅون نورو ولایتونو ته هم غځیدلی دﺉ، خو د دغه پاڅونونو په اړه یو شمیر پوښتنې هم راولاړې شوي دي چې لا تر اوسه افغان دولت ورته کوم ځواب نه دﺉ ورکړی.

د افغانستان دولت چارواکي دغه پاڅونونه د طالبانو پر وړاندې «د ولسي پاڅونونو» په نوم یادوي او اصل لامل ئې د طالبانو له ظلمونو څخه د خلگو تنگیدل او د ښوونځيو بیرته پرانیستل بولي. هغوی له دغو پاڅونو څخه د لفظي ملاتړ په ترڅ کې وایي چې اوس د غزني ولایت د اندړ په ولسوالۍ کې د ښوونځیو د پرانیستلو له پاره لاره هواره شوې ده.

خو دغه پاڅونونو د خلکو په منځ کې ځینې پوښتنې راولاړې کړي دي. د دغو پوښتنو په ډله کې یوه هم دا ده چې که چیرې د طالبانو پر وړاندې د ځایي خلکو پاڅون په موفقیت سره سر ته ورسیږي، هیڅ کوم تضمین نه شته چې هغه کسان چې دا پاڅونونه ئې تر سره کړي به د دولت له پاره پر یوې بې سر خوږي باندې بدله نه شي.

د غزني والي موسی اکبر زاده، وایي چې «پاڅون کوونکي» با فکره خلک دي او پر دې پوهیږي چې د مسلمانانو وژل روا نه دي. د هغه په وینا هغه څوک چې د طالبانو پر وړاندې جنگیږي د دې هیواد بچیان دي. هغه په سلو کې یو فیصد هم د دې احتمال نه ویني چې سبا ورځ به دغه خلک دولت ته کومه ستونزه رامنځ ته کړي. خو کله چې په ۹۰م لسیزه کې طالبانو ظهور وکړ، هغوی هم په لومړي سر کې د افغانستان د بچیانو او سولې غوښتونکي په نوم مطرح شول.

د دغه پاڅونونو مشري څوک کوي؟

دغه ولسي پاڅونونه د غرني ولایت د اندړ له ولسوالۍ څخه پیل شول. په دغه ولسوالۍ کې د دغه ولسي پاڅون مشري انجینر لطف الله پر غاړه لري. دغه کس چې د گلبدین حکمتیار له گوند حزب اسلامي، سره پخوانۍ سابقه لري پخپله وایي چې دغه ولسي پاڅون د حزب اسلامي په مشرۍ په لاره اچول شوی دئ. پر دې سربیره د غور په ولایت کې هم د حزب اسلامي یو قوماندان د ولسي پاڅون مشري کوي.

هغه کسان چې د اندړ په ولسوالۍ کې ئې د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دئ.

هغه کسان چې د اندړ په ولسوالۍ کې ئې د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دئ.

دا په داسې حال کې ده چې موسی اکبرزاده وایي چې دغه ولسي پاڅون کوم مشخص مشرتابه نه لري او خپله رامنځ ته شوي دي: «دغه حرکت له بهر څخه کومه مشري نه لري بلکې د هغې مشرې کورنۍ او ولسي ده او موږ د خپله رامنځ ته شوي پاڅون څخه کومه اندیښنه نه لرو.»

د افغانستان د سیاسي چارو څیړونکی عمر شریفي وایي چې د طالبانو د ډلې له کمزوره کیدو سره، د مشري یوه تشه رامنځ ته شوې ده. هغه زیاتوي چې دغه مسئله چې د یوې خاصې ډلې د تقویت لامل وگرځي یا حزب اسلامي د طالبانو د بدیل په توگه مطرح شي لا تر اوسه روښانه نه ده، خو د افغانستان په جنوب کې د مشرۍ ستونزه شتون لري: «وگورئ، موږ د افغانستان په جنوب کې د مشرۍ له مطلقې تشې سره مخامخ یو. دودیز یا قبیلوي سیستم یا ویشل شوی او یا هم تر قشار لاندې دئ.»

افغان ولسمشر حامد کرزي په تیرو لسو کلونو کې هڅه وکړه چې پر دې وتوانیږي چې د افغانستان په ختیځ او جنوب کې د قبیلوي خلکو مشري تر لاسه کړي او په داسې اټکل کیږي چې پر نړیوالو ځواکونو باندې د هغه توندې لفظي نیوکې له همدې وجې وي. خو داسې شواهد په لاس کې نه شته چې حامد کرزی دې په دې توانیدلی وي چې په راتلونکې کې د قبایلي خلکو له پاره د یوه محور په توگه خپل ځان مطرح کړي.

له بل لورې د شریفي په باور د کوټې د شوری او د هغې د پاکستاني همکارانو د ضعیفه کیدو له امله د هغو بیلا بیلې ډلې تر منځ چې د طالبانو تر نوم لاندې جنگیږي، یو شمیر اختلافات رامنځ ته شوي دي چې امکان لری دغه اختلافات د ځایي پاڅون کوونکو په قالب کې وده وکړي. شریفي زیاتوي چې دا هم ممکنه ده چې د افغانستان د امنیتي نهادونو ځینې برخې په دغه ولسي پاڅونونو کې کوم نقش ولري.

د افغانستان د دولت مرکزي مقامات دغه پاڅونونه د ولسي پاڅونونو په نوم پیژني او ان له هغه څخه ئې ملاتړ اعلان کړی دئ. د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، څو ورځې وړاندې ویلي وو: «هر هغه حرکت چې د خلکو له خوا د امنیت د تأمین په خاطر وي، د هیواد د استقلال په خاطر وي، د افغانستان د دفاع وزارت له هغه څخه ملاتړ کوي.»

پاڅون کوونکو ته څوک تجهیزات ورکوي؟

هغه کسان چې د طالبانو پر وړاندې ئې پاڅون کړی دئ، په اتوماتو وسلو مجهز دي. هغه انځورونه چې له اندړ ولسوالۍ څخه دویچه ویله ته رارسیدلي دي، ښيي چې دغه کسان پر کلاشینکوفونو سنبال دي، پلنگي جمپرونه پر تن لري او نوې مخابرې هم له ځانه سره لیږدوي.

پوښتنه دا ده چې دغو کسانو نوې وسلې او مخابرې له کوم ځایه څخه تر لاسه کړي دي؟ د افغانستان دولت ویلي دي چې تر اوسه ئې هیڅ رنگه وسلې دغو کسانو ته نه دي ورکړي. د غزني والي وایي چې د جهاد پر وخت د افغانستان په هر کور او کلې کې وسله موندل کیده او اوس له ځینو کسانو سره ولسې شته. د هغه په وینا خلک اوس هم د هغه وخت وسلې د طالبانو پر ضد کاروي. خو نظامي څیړونکي په دې اند دي چې دا ستونزمنه ده چې له هغو زړو وسلو سره دې د طالبانو پر وړاندې مقاومت وشي.

ځیرمه ځواک؟

له څو کلونو راهیسې د طالبانو ډله د نړیوالو ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې کمزورې شوې ده او له بل پلوه د ملکي خلکو او مقدسو ځایونو پر وړاندې بریدونو له کبله د افغانستان د سویل او ختیځ په لیرې پرتو سیمو کې د طالبانو محبوبیت تر ډیره بریده له منځه تللی دئ. پر دې سربیره یو شمیر شنوونکي په دې اند دي چې طالبان او د هغوی ملاتړ کوونکي په دې باور شوي دي چې طالبان تر دې نوم لاندې د پخوا په ډول نور حکومت نه شي کولای.

هغه کسان چې د اندړ په ولسوالۍ کې ئې د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دئ.

هغه کسان چې د اندړ په ولسوالۍ کې ئې د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دئ.

د افغانستان او د سیمي یو تن څیړونکی احمد سعیدي، وايي چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته نړیواله ټولنه د افغانستان په هکله اندیښنه لري: «زه په دې باور یم چې دوی (پاڅون کوونکي) ریزرف (ذخیره) ځواکونه دي. که چیرې له ۲۰۱۴م کال وروسته اوسنی نظام له ننگونو سره مخامخ شي او کورنۍ جگړې پیل شي، نو دوی به په افغانستان کې د حاکمیت له پاره بدیل وي.»

ښاغلی سعیدي دا احتمال هم مطرح کوي چې د حزب اسلامي حلقې د سیمې له استخباراتو او یو شمیر نورو هیوادونو سره په دغه حرکتونو کې خپلې جرړې ځغلولې دي. هغه دې خبرې ته په اشارې سره وایي چې «حزب اسلامي د پاکستان د استخباراتي شبکې سره نزدې اړیکې لري.»

حزب اسلامي د گلبدین حکمتیار پر مشري چې له افغان دولت سره په وسله وال مخالفت کې ښکیل دئ، څو وارې خپل یو پلاوی کابل ته استولی دئ او د سولې له پاره ئې خپل شرطونه وړاندې کړي دي.

پر دې سربیره د حزب اسلامي یوه جدا څانگه په کابل کې د یوه بیل سیاسي گوند په توگه په فعالیت بوخته ده او ویلي ئې دي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې به برخه واخلي. د سعیدي په وینا د کابینې د یو شمیر وزیران او د یوولسو ولایتونو والیان د حزب اسلامي پخواني غړي دي چې اوس هم دغه گوند ته وفاداره دي.

په هر حال، څیړونکي په دې اند دي چې مسلح کسان چې د دولتي نهادونو له چوکاټه بیرون فعالیت کوي په راتلونکې وخت کې په یوې سرخوږی بدلیدای شي. په وروستیو کې سیمه ییز یا ځایي پولیس د متحده ایالاتو په مالي مرسته په پښو ودریدل، په لومړي سر کې افغان دولت د دغه پولیسو د جوړیدو پر ضد وو.

یوه بله اندیښنه دا هم ده چې هغه څه چې اوس په افغانستان کې د ولسي پاڅون په نوم یادیږي، کیدای شي چې په عراق کې د ولسي خلکو د مسلح کولو د تجربې تکرار وي. په عراق کې د امریکایانو تر وتلو مخکې ولسي خلک مسلح شول. په داسې هیوادونو کې چې ضعیفه حکومتونه لري وسلوال ولسي خلک دولت ته د خپلو کارونو ځواب نه ورکوي.

د عراق او نورو هیوادونو تجربه ښيي چې د ولسي خلکو له مسلح کولو سره یو قوي مرکزي حکومت نه شي رامنځ ته کیدای.

عارف فرهمند/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش