1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ولسي جرگې نور دوه تنه وزيران رد کړل

ولسي جرګې دحكومت لخوا د 7 نومول سوو وزيرانو د ډلي څخه 5 تنوته د باور رايې وركړې او دوو تنو ونو سوای كولاى چي د باور رايه واخلي...

تيره ورځ تر اوږده ځنډ وروسته کرزي ولسي جرگې ته 7 تنه وزيران ور وپېژندل

تيره ورځ تر اوږده ځنډ وروسته کرزي ولسي جرگې ته 7 تنه وزيران ور وپېژندل

د حکومت او ولسي جرگې تر منځ د څو مياشتو راپدېخوا پر دې باندي لانجه روانه ده چي د ولي د يو تعداد وزارتونو د پاره وزيران نه ور نوموي.

خو کارپوهان بيا وايي چي دا د کرزي د پاره ډيره گرانه ده چي وزيران ولسي جرگې ته ور وپېژني. هغوئ وايي چي ولسمشر د ټاکنو په وخت کي د ډيرو سره وعدې کړې وې اوس د هغو پوره کول ورته گران دي.

دا دريم وار دی چي د ولسمشر د خوا ولسي جرگې ته وزيران ورپېژندل کيږي خو د ولسي جرگې د خوا يې يو شمېر رد کيږي.

په دريم وار د ولسي جرگې څخه د باور د رايو د تلاسه کولو وزيران په دې ډول دي.

د كورنيو چارو د وزارت دپاره نوماند جنرال بسم الله محمدي د 150 رايي

د سوداګرۍ او صيايعو وزارت ته نوماند پوهاند انوارالحق احدي 147راي.

د فوايد عامې د وزارت دپاره نوماند انجنيرعبدالقدوس حميدي 160 رايي.

دكډوالو او راستنيدونكو چارو وزارت ته نوماند جماهير انوري 140 رايي.

او د سرحدونوقومونواو قبايلو چارو وزارت ته نوماند اسدالله خالد د 120 رايو په اخستلو سره بريالي اعلان سول.

د لوړو زده كړو وزارت دپاره نوماند سروردانش د 95 رايو او د ترانسپورت اوهوايي چلند وزارت ته نوماند د 87 رايو په اخستلو سره پاته راغلل.

سرور دانش چي مخکي د عدليې وزير و اوس د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توگه دنده تر سره کوي او داوود علي نجفي مخکي د انتخاباتو د کمېسيون د دارالانشای رئيس و.

د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر لخوا په يو بيان كي ولسمشر حامدكرزي پنځو تنو ته په رايو وركولو سره خوشحالي څرګنده كړې ده او د دانش او نجفي د پاته راتلو په اړه يې خواشيني څرگنده کړې ده.

زيارمل

کتونکی. ضياالحق فضلي