1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ولسي جرگې د کابل-واشنگټن امنیتي تړون تصویب کړ

د افغانستان د پارلمان غړو د کابل او واشنگټن تر منځ امنیتي تړون او تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د پاتې کیدو تړون تصویب کړ. د دې تړونونو د تصویبولو له پاره پارلمان یوه څانگړې غونډه درلوده.

د ولسي جرگې عمومي غونډه د معمول پر خلاف د یکشنبې په ورځ (د نومبر ۲۳مه) جوړه او دغه تړونونه یې تصویب کړل. دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرگه خپلې عمومي غونډې د شنبې او چهارشنبې پر ورځو ترسره کوي. يو شمېر استازو هڅه وکړه چي په غونډه کي د کابل واشنگټن د امنیتي ټړون د تصوییبدو مخه ونیسي. خو دا چي د مخالفو استازو شمیر د موافقو په پرتله کم وو، نو امنیتي تړونونه تصویب شول.

استازو په علني توگه دغو تړونونو ته رایې ورکړې. د ولسي جرگې مشر عبدالروف ابراهیمې، پایله داسې اعلان کړه: «د افغانستان اسلامي جمهوريت او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د امنیتي همکاریو تړون رای ته ایښوول شوی دی. موافق کسان دې زرغون او مخالف کسان دې سره کارتونه پورته کړي [...] یوازې له پنځو سرو کارتونو پرته، اکثریت دا تړون تصویب کړ.»

پر دې سربیره تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د حضور تړون هم رای ته کیښول شو چې هغه هم د استازو له خوا تصویب شو. د ولسي جرگې د اداري هيات غړو ویلي دي چې په دې غونډه کې د حاضرو استازو شمیر ۱۵۷ تنه وو.

د تړون مخالفان

د بلخ ولایت استازی مولوی عبدالرحمان رحماني، د بدخشان استازی څارنوال عبدالرووف، د پروان استازی عبدالستار خواصي او د هرات استازی خلیل احمد شهزاد چې د دغه تړون د تصویب مخالفین وو د اعتراض په توگه له غونډې څخه ووتل.

خواصي له خبریالانو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې یو شمیر وکیلانو د یوې معاملې په بدل کې دې تړون ته مثبته رایه ورکړې ده. هغه وویل: «دا یوه لویه توطیه وه چې د افغانستان او د هغو پر مسلمانو خلکو تپل شوې ده. په دې ځای کې ویل شوي دي چې دغه تړون تر ۲۰۱۴ کال او تر هغه وروسته هم پاتیدای شي. دا په دې معنی چې افغانان به نور خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا و نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې له امنیتي تړون سره ۱۵۲ موافقو استازو هغه د افغانستان په گټه وباله او استدلال یې وکړ چې دغه هیواد اوس هم له اقتصادي او پوځي لحاظه ملاتړ ته اړتیا لري.

هغوی زیاته کړه چې که له افغانستان څخه نړیوال مالي او پوځي ملاتړ قطعه شي، نو د دې امکان شته چې دغه هیواد یو ځل بیا د گاونډیو د نیابتي جگړې پر میدان باندې بدل شي.

شکریه بارکزۍ چې په وروستیو وختونو کې ورباندې یو ځانمرگی برید هم ترسره شو، په غونډې کې په داسې حال کې حاضره وه چې لا تر اوسه پورې یې هم لاس او مخ ټپونه په بشپړه توگه ښه شوي نه وو. هغې وویل: «دا یو اسانه انتخاب نه وو او ډیر سخت وو. زما له پاره د یوې ښځې د یوې افغانې په توگه دا انتخاب سخت وو. کاشکي ما د دې امکان لرلی چې پرته له دې تړونه د سولې، ثبات، ابادي او پر خپلو پښو د افغانستان د دریدو په لور روان شي.»

د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ امنیتي تړون د ملي یووالي حکومت د کار پر دویمه ورځ د افغانستان د ملي امنيت مشاور محمد حنیف اتمر له خوا لاسلیک شو. تر دې مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي د هغه له لاسلیکولو څخه ډډه کړې وه.